نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د رضاعي پلار د مېرمنې سره نکاح کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۲۲)

پوښتنه:

دوو وروڼو کې مشر ورور دوه وادونه کړي دي، کشر په یو کلنۍ کې د خپلې مشرې ورېندارې تی وروده، څه موده وروسته مشر ورور وفات شو. اوس دغه کشر ورور د خپلې مشرې ورېندار سره خو واده نشي کولی، ځکه چې رضاعي مور یې ده، خو د کشرې ورېندارې سره نکاح کولی شي او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې د کشر ورور لپاره جایز نه ده چې د کشرې ورېندارې سره واده وکړي. ځکه چې مشر ورور د نوموړي هم ورور دی او هم رضاعي پلار.او د رضاعي پلار د یوې مېرمن سره هم نکاح جایز نه ده.


الدليل علی ذلک:

(قوله ما يحرم من النسب) معناه أن الحرمة بسبب الرضاع معتبرة بحرمة النسب، فشمل زوجة الابن والأب من الرضاع لأنها حرام بسبب النسب فكذا بسبب الرضاع، وهو قول أكثر أهل العلم، كذا في المبسوط بحر.

ردالمختار: ټوک:۳،مخ:۲۱۳، باب الرضاع

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close