متفرق مسا‌‌ئل

ايا ځوان عالم په لار کې له سپین ږیري مخکې کېدای شي او کنه؟

د فتوې شمېره(۴۲۴)

پوښتنه مې دا ده چې:

زه د خپل عالم ملګري سره په لار روان وم، چې مخې ته مو سپین ږیری سړی روان و، ما ورته وویل، له سپین ږیري سړي څخه مخکې کېدل زمونږ لپاره جایز نه دي، باید ترې وروسته شو، نوموړي راته وویل: چې له دې حکم څخه علماء مستثنا دي. د عالم خبره سهي ده او که زما؟


الجواب وبالله التوفیق:

سپین ږیری د قدر او احترام وړ دی باید هر څوک یې احترام وکړي، خو الله جل جلاله عالم ته په نورو خلکو خورا زیات فضیلت ورکړی دی له دې کبله ځوان عالم په لاره کې له سپین ږیري څخه مخکې کېدایشي، بیاهم که د قدر او احترام په خاطر ځوان عالم، لار پرېږدي ترڅو سپین ږیری مخکې شي جایز ده


الدلیل علی ذلک:

(وللشاب العالم أن يتقدم على الشيخ الجاهل) ولو قرشيا قال تعالى {والذين أوتوا العلم درجات} [المجادلة: ۱۱]- فالرافع هو الله فمن يضعه يضعه الله في جهنم وهم أولو الأمر على الأصح وورثة الأنبياء بلا خلاف.

(قوله وللشاب العالم أن يتقدم إلخ) لأنه أفضل منه ولهذا يقدم في الصلاة: وهي أحد أركان الإسلام: وهي تالية الإيمان زيلعي. وصرح الرملي في فتاواه بحرمة تقدم الجاهل على العالم، حيث أشعر بنزول درجته عند العامة لمخالفته…

وفي المنح عن البزازية وقال الزندويستي حق العالم على الجاهل وحق الأستاذ على التلميذ واحد على السواء وهو أن لا يفتح الكلام قبله ولا يجلس مكانه، وإن غاب ولا يرد عليه كلامه ولا يتقدم عليه في مشيه،

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:۶،مخ:۷۵۵، مسائل شتی



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close