زکات،سرسايه اوعشر

ایا پوروړي ته په قرض معاف کولو سره زکات ادا کیږي کنه؟

د فتوې شمېره(۴۲۸)

پوښتنه:
زما پوښتنه دا ده چې، زما پر یو نفر باندې قرض دی، دومره پیسې ورسره نشته چې ماته یې راکړي. زه غواړم چې، هغه ته قرض معاف کړم او په خپل زکات کې یې حساب کړم. ایا په دې طریقې سره قرض ادا کیږي.


الجواب وبالله التوفیق:
بېوزله پوروړي ته د زکات په نیت قرض معاف کولو سره زکات نه ادا کیږي.
البته که څوک وغواړي چې، هم یې قرض ترلاسه شي او هم یې زکات ادا شي. نو تګلاره یې دا ده چې: لومړی به دغه پوروړي ته د زکات په نیت د قرض په اندازه روپۍ ورکړې بیا به یې ترې واخلې، ترڅو هم قرض ادا شي او هم زکات.
خو شرط دا دی چې دغه پوروړی به فقیر یعنې د زکات مستحق وي، که د زکات مستحق نه وي بیا یې زکات نه ادا کیږي.


الدلیل علی ذلک:
وأداء الدين عن العين، وعن دين سيقبض لا يجوز. وحيلة الجواز أن يعطي مديونه الفقير زكاته ثم يأخذها عن دينه، ولو امتنع المديون مد يده وأخذها لكونه ظفر بجنس حقه، فإن مانعه رفعه للقاضي…
درالمختار: ټوک:۲، مخ:۲۷۲، کتاب الزکاة،
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close