ګروي،سود،وقف

مړی په پردۍ زمکه کې ښخول او بېرته یې راویستل!

د فتوې شمېره(۴۲۹)

پوښتنه:
که څوک په پردۍ زمکه کې د مالک د اجازې پرته، مړی ښخ کړي، نو دغه مړی د زمکې مالک بېرته راویستلی شي؟


الجواب وبالله التوفیق:
که څوک په پردۍ زمکه کې، د مالک د اجازې پرته مړی ښخ کړي، نو د مړي وارثان دې د زمکې مالک په پیسو یا په بل څه راضي کړي که راضي شو نو سهي شوه.
که راضي نه شو بیا دې راوباسي او په بل ځای کې دې ښخ کړي. او که د مړي وارثانو نه راویسته، د زمکې مالک دې راوباسي او په بل ځای کې دې ښخ کړي او یا دې همدلته پرېږدي، د مړي د خاورې کېدو نه وروسته دې قبر د زمکې سره هموار کړي.
خو د مالک لپاره په خپله زمکه کې د مړي پرېښودل او نه راویستل غوره او د ثواب باعث دي.


الدلیل علی ذلک:
(ولا يخرج منه) بعد إهالة التراب (إلا) لحق آدمي ك (أن تكون الأرض مغصوبة أو أخذت بشفعة) ويخير المالك بين إخراجه ومساواته بالأرض كما جاز زرعه والبناء عليه إذا بلي وصار ترابا زيلعي.
(قوله ومساواته بالأرض) أي ليزرع فوقه مثلا لأن حقه في باطنها وظاهرها، فإن شاء ترك حقه في باطنها وإن شاء استوفاه فتح
الدرالمختار مع ردالمحتار, ټوک: ۲، مخ:۲۳۷، کتاب الصلاة باب صلاة الجنائز مطلب فی دفن المیت
کابل ټکی کام دالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close