روژه او اعتکاف

د فتوې شمېره(۴۳۲)

پوښتنه:

که څوک په هېرې سره خوراک کوي، روژه وریادول څنګه دي؟
محترمه! زما پوښتنه دا ده: که له چا څخه روژه هېره وي، خوراک کوي، وریادول یې په کار دي او که پرېښودل؟


الجواب وبالله التوفیق:
که څوک په روژه کې په هېرې سره خوراک کوي، نو وبه وګورو چې خوراک کونکی طاقتور دی او که کمزوری؟ که طاقتور وي، په روژه برلاسی وي؛ بیا روژه وریادول واجب دي او نه وریادونکی ګناهګار دی.
او که خوړونکی کمزوری وي، له روژې څخه په تکلیف وي؛ بیا باید وریاده نه شي؛ پرېږ یې دو ترڅو خوراک وکړي.


الدلیل علی ذلک:
ويذكره لو قويا وإلا لا
(قوله: ويذكره) أي لزوما كما في الولوالجية فيكره تركه تحريما بحر (وقوله لو قويا) أي له قوة على إتمام الصوم، بلا ضعف،
الدرالمختار مع رد المحتار, ټوک:۲، مخ:۳۹۵، باب مایفسد الصوم ومالا یفسد
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close