روژه او اعتکاف

که سپین ږیری په روژه نېولو قادر نه وي څه به کوي؟

د فتوې شمېره(۴۳۲)

پوښتنه:

مفتي صیب! که سپین ږیری په روژه نېولو قادر نه وي، او وروسته یې هم امید نه وي؛ نه وي چې جوړ به شي؟ څه به کوي؟


الجواب وبالله التوفیق:
که سپین ږیری يا ناروغه په روژه نېولو قادر نه وي او نه یې دا امید وي چې صحتمند به شي؛ نو دهرې روژې په بدل کې دې دوه کلو غنم یا د دوو کلو غنمو قیمت ورکړي.
البته که د فدیې ورکولو وروسته صحتمند شي؛ نو بیا به د روژو قضایي راوړي.


الدلیل علی ذلک:
(ومنها: كبر السن) فالشيخ الفاني الذي لا يقدر على الصيام يفطر ويطعم لكل يوم مسكينا كما يطعم في الكفارة كذا في الهداية. والعجوز مثله كذا في السراج الوهاج. وهو الذي كل يوم في نقص إلى أن يموت كذا في البحر الرائق. ثم إن شاء أعطى الفدية في أول رمضان بمرة، وإن شاء أخرها إلى آخره كذا في النهر الفائق.

ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم هكذا في النهاية.
الفتاوي العالمګیریة، ټوک:۱، مخ:۲۰۷،الباب الخامس فی الاعذار التي تبیح الافطار
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close