روژه او اعتکاف

که ماشوم روژه ونیسي او بیا یې ماته کړي، ایا قضایي پرې شته؟

د فتوې شمېره(۴۳۳)

پوښتنه:

مفتي صیب که نابالغه ماشوم روژه ونیسي او بیا یې ماته کړي، قضایي پرې لازم ده او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:
ماشوم چې ۷ کلن شي، د لمانځه او روژې حکم دې ورته وشي او کله چې ۱۰ کلن شي؛ نو بیا دې جبرا لمونځ او روژې ته وهڅول شي.
بیاهم که نابالغه ماشوم روژه ونیسي او بیا یې ماته کړي، قضايي پرې نشته؛ خو که لمونځ مات کړي، باید بیا پرې راوګرځول شي.


الدلیل علی ذلک:
(قوله: ويؤمر الصبي) أي يأمره وليه أو وصيه…
وقدر بسبع والمشاهد في صبيان زماننا عدم إطاقتهم الصوم في هذا السن. اهـ. قلت: يختلف ذلك باختلاف الجسم واختلاف الوقت صيفا وشتاء والظاهر أنه يؤمر بقدر الإطاقة إذا لم يطق جميع الشهر…
الصبي إذا أفسد صومه لا يقضي؛ لأنه يلحقه في ذلك مشقة بخلاف الصلاة فإنه يؤمر بالإعادة؛ لأنه لا يلحقه مشقة.
ردالمحتار: ټوک:۲،مخ:۴۰۹، کتاب الصوم، باب مايفسدالصوم ومالايفسده
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close