روژه او اعتکاف

ایا د سترګو په تورولو سره روژه ماتیږي؟

د فتوې شمېره(۴۳۴)

پوښتنه:
زما پوښتنه دا ده چې که څوک د ورځې سترګې تورې کړي ایا روژه یې ماتیږي کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:
د روژې په مبارکه میاشت کې د ورځې سترګې په رانجو تورول او یا پکې دوا اچول جایز دي، روژه ورسره نه ماتیږي.


الدلیل علی ذلک:
اما اذا اکتحل او اقطر بشیئ من الدواء فی عینه لایفسد الصوم عندنا.
فتاوی تاتارخانیة: ټول:۲، مخ:۳۶۶، کتاب الصوم
ولو اكتحل الصائم لم يفسد وإن وجد طعمه في حلقه عند عامة العلماء.
بدائع الصنائع: ټوک:۲، مخ:۹۳،فصل في اركان الصيام
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close