طهارت او لمونځ

د ماسک (تمبوزي)سره لمونځ کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۳۵ پوښتنه:
محترم مفتي صیب نن سبا د کرونا ویروس وبا ګډه شوې ده، ویل کیږي چې متعدي مرض دی، له دې کبله خلک هر وخت ماسک کاروي، ترڅو له بل چا مرض ورته رانقل نه شي. اوس د ماسک سره لمونځ کول څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:
د عذر پرته د تمبوزي(ماسک) سره لمونځ کول جایز نه دی. البته د عذر له وجې جایز دی.
لهذا په کوم ځای کې چې، د کرونا ویروس وجود یقیني وي په هغه ځای کې د تمبوزي(ماسک) سره لمونځ کول جایز دی.


الدلیل علی ذلک:
يكره اشتمال الصماء والاعتجار والتلثم والتنخم…
الدر المختار مع ردالمحتار، ټوک:۲، مخ:۶۵۲، کتاب الصلاة، فروع اشتمال الصماء والاعتجار
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close