روژه او اعتکاف

د ټي بي ناروغ لپاره روژه نېول شرعا څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۳۶)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب. زما زوی د ټي بي ناروغ دی، د علاج کورس یې روان دی، دی روژه نیسي خو مونږ یې منع کوو.
د روژې په نېولو سره یې کورس ناقص کیږي. اوس روژه ونیسي او که فدیه ورکړي؟


الجواب وبالله التوفیق:
که د ټي بي ناروغ ته روژه نېول زیان رسوي او یا یې مسلکي ډکټر منع کړي، نو روژه دې نه نیسي؛ کله چې روغ شي قضایي دې راوړي. او که د روغتیا امید یې نه وي؛ نو دهرې روژې په بدل کې دې دوه کلو غنم یا د دوو کلو غنمو قیمت ورکړي.
البته که د فدیې ورکولو وروسته صحتمند شي؛ نو بیا به د روژو قضایي راوړي.


الدليل علی ذلک:
(ومنها المرض) المريض إذا خاف على نفسه التلف أو ذهاب عضو يفطر بالإجماع، وإن خاف زيادة العلة وامتدادها فكذلك عندنا, وعليه القضاء إذا أفطر كذا في المحيط. ثم معرفة ذلك باجتهاد المريض والاجتهاد غير مجرد الوهم بل هو غلبة ظن عن أمارة أو تجربة أو بإخبار طبيب مسلم غير ظاهر الفسق كذا في فتح القدير…..
ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم هكذا في النهاية.
الفتاوي الهدیة: ټوک:۱، مخ:۲۰۷،الباب الخامس

کابل ټکی دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close