طهارت او لمونځ

د کرونا ویروس دفع کولو لپاره اذان کول شرعا څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۳۷)

پوښتنه:
مولوي صیب محترمه! زمونږ په ځایونو کې د شپې خلکو په جوماتو کې اذانونه وکړل. نو ایا د لمانځه پرته د وبا په وخت کې هم اذان کول شرعا ثابت دی؟ ځینو خلکو نېوکې پرې هم وکړې چې په داسې حالاتو کې اذان کول بدعت دی.
پوښتونکی: غوث الدین


الجواب وبالله التوفیق:
د لمانځه پرته په ډېرو ځایونو کې اذان کول شرعا ثابت دي لکه: د جهاد، دغم او مصیبت، د غصې، د مسافر څخه د لارې ورکېدو، په یو چا مرګي راشي، د څاروي سرکشي کولو په وخت کې اذان کول په احادیثو سره ثابت دي.
البته د وبا په وخت کې اذان کول که څه هم په صحیح احادیثو سره ثابت نه دی، خو د اسلافو د تجربو څخه د وبا کمولو، او د وبا د وېرې کمولو لپاره اذان کول ثابت دي.
د کرونا ویروس هم یوه وبا ده، د دې وبا او یا یې د وېرې کمولو لپاره اذان کول جایز دی. البته سنت یا بدعت ورته نه شو ویلی. ځکه چې بدعت هغه عمل ته ویلی کیږي چې، شرعا ثابت نه وي او د ثواب په نیت ترسره شي او یا د دین جز وګڼلی شي. خو د دې لپاره اجتماع، وخت خاص کول او یایې لازم ګڼل بدعت دی.
لهذا د کرونا ویریوس د وبا په وخت کې اذان کونکي او نه کونکي باندې باید نېوکې ونه شي او نه ورته بدعتي وویلی شي.


الدلیل علی ذلک:
(ومبتدع) أي صاحب بدعة وهي اعتقاد خلاف المعروف عن الرسول لا بمعاندة بل بنوع شبهة
وحينئذ فيساوي تعريف الشمني لها بأنها ما أحدث على خلاف الحق المتلقى عن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – من علم أو عمل أو حال بنوع شبهة واستحسان، وجعل دينا قويما وصراطا مستقيما اهـ فافهم
الدرالمختار مع ردالمحتار، ټوک:۱ مخ:۵۶۰، باب الامامة
(قوله: لا يسن لغيرها) أي من الصلوات وإلا فيندب للمولود. وفي حاشية البحر الرملي: رأيت في كتب الشافعية أنه قد يسن الأذان لغير الصلاة، كما في أذان المولود، والمهموم، والمصروع، والغضبان، ومن ساء خلقه من إنسان أو بهيمة، وعند مزدحم الجيش، وعند الحريق… وعند تغول الغيلان: أي عند تمرد الجن لخبر صحيح فيه. أقول: ولا بعد فيه عندنا. اهـ
ردالمحتار: ټوک:۱، مخ:۳۸۵ باب الامامة
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close