تجارت

قاچاقبري کول څه حکم لري؟ پیسې یې حلالې دي او که حرامې؟

د فتوې شمېره(۴۳۷)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زما نوم محب الرحمن دی دعالي تربیې اسلامي ثقافت څانګې نه فارغ یم او په صربیه کې اوسېږم.
زما ملګري قاچاقبران دي او هر وخت له ماڅخه پوښتنه کوي چې دغه کوم کار مونږ کوو؛ غیر قانوني دی، یعنې د یو مملکت(هغه که اسلامي وي یا غیر اسلامي) قانون یې ماتوو. او د هغه هېوادونو په نزد مونږ مجرمان یو. ایا مونږ د اسلام د اړخه هم مجرم یو کنه؟(جواز لري کنه؟) او د دې کار پیسې حلالې دي که حرامې؟
که په دې مسئله رڼا واچوئ مهرباني به مو وي.
پوښتونکی: محب الرحمن
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الجواب وبالله التوفیق:
قاچاقبري یا بې قانونه له یوه هېواد څخه بل هېواد ته خلک نقلول شرعا کومه ستونزه نه لري؛ البته قانوني جرم ګڼل کیږي.
کله چې یو څوک د کوم هېواد تابعیت یا هلته سکونت اختیار کړي، نو دغه هېواد سره قولا یا عملا دا تعهد کوي چې زه به د قانون سره موافق چلېږم او سرغړونه به نه کوم. او بیا له دغه قانون څخه سرغړونه قانوني جرم او غلا ده؛ چې پای یې زندان او یا بیعزتي ده او مسلمان باید ځان په لوی لاس زندان او بېعزتۍ کې ښکېل نه کړي.
له دې امله باید له قاچاقبري څخه ډډه وشي او بل بې خطره کار ځانته ولټول شي.
البته که په قاچاقبرۍ کې مسلمان یا کافرته دروغ، دوکه ورکولی کیږي، رشوت اخیستلی کیږي یا ورکولی کیږي؛ بیا قاچاقبري کول جایز نه ده او له دې لارې ګټلې پیسې هم حرامې دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الدلیل علی ذلک:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ فَلَيْسَ مِنَّا، وَمَنْ غَشَّنَا فَلَيْسَ مِنَّا»
صحيح مسلم:۱/۹۹، باب قول النبی صلی الله علیه وسلم من غشنا فلیس منا
وفی الدرالمختار: وقال (إن غره) أي غر المشتري البائع أو بالعكس أو غره الدلال فله الرد (وإلا لا) وبه أفتى صدر الإسلام وغيره ثم قال (وتصرفه في بعض المبيع) قبل علمه بالغبن (غير مانع منه) فيرد مثل ما أتلفه ويرجع بكل الثمن على الصواب اهـ ملخصا بقي ما لو كان قيميا لم أره
الدرالمختار ، ټوک : ۵، مخ : ۱۴۳ ، باب المرابحة والتولية
لأن طاعة الإمام فيما ليس بمعصية فرض، فكيف فيما هو طاعة؟
بدائع الصنائع: ټوک:۷، مخ:۱۴۰، فصل في بيان احكام البغاة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close