حج او عمره

ایا نږور د خپلې خواښې او خسر سره عمرې ته تللی شي؟

د فتوې شمېره(۴۰۵)
پوښته:
ایا نږور د خپلې خواښې او خسر سره عمرې ته تللی شي؟
پوښتونکی: مجاهد
الجواب حامدا ومصلیا
خسر د نږور لپاره محرم دی، په سفر ورسره تللی شي؛ خو د فتنې د وېرې له امله باید ډډه ترې وشي؛ او که په دې سفر کې خواښې یا د نږور بل محرم ورسره وي، بیا پروا نه کوي.
بناء په پوښتل شوي صورت کې نږور د خواښې او خسر سره د عمرې ادا کولو لپاره تللې شي.
الدلیل علی ذلک:
وَالْمَحْرَمُ مَنْ لَا يَجُوزُ لَهُ مُنَاكَحَتُهَا عَلَى التَّأْبِيدِ بِقَرَابَةٍ أَوْ رَضَاعٍ أَوْ صِهْرِيَّةٍ كَمَا فِي التُّحْفَةِ(رد المحتار(۲/۴۶۴)كتاب الحج، ط: سیعید)
(وَأَمَّا) الَّذِي يَخُصُّ النِّسَاءَ فَشَرْطَانِ: أَحَدُهُمَا أَنْ يَكُونَ مَعَهَا زَوْجُهَا أَوْ مَحْرَمٌ لَهَا فَإِنْ لَمْ يُوجَدْ أَحَدُهُمَا لَا يَجِبُ عَلَيْهَا الْحَجُّ… (وَلَنَا) مَا رُوِيَ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – عَنْ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَنَّهُ قَالَ: أَلَا «لَا تَحُجَّنَّ امْرَأَةٌ إلَّا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ» ، وَعَنْ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – أَنَّهُ قَالَ: «لَا تُسَافِرُ امْرَأَةٌ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ إلَّا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ أَوْ زَوْجٌ» وَلِأَنَّهَا إذَا لَمْ يَكُنْ مَعَهَا زَوْجٌ، وَلَا مَحْرَمٌ لَا يُؤْمَنُ عَلَيْهَا إذْ النِّسَاءُ لَحْمٌ عَلَى وَضَمٍ إلَّا مَا ذُبَّ عَنْهُ، وَلِهَذَا لَا يَجُوزُ لَهَا الْخُرُوجُ وَحْدَهَا.(بدائع الصنائع(۲/۱۲۳)فصل شرائط فرضیة الحج)
۹/۳/۱۴۴۷هق



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close