ميراث او وصيت

كه پلار په خپل ژوند خپلو زامنو ته میراث ورکړي او د لورګانو برخه له ځان سره وساتي!

د فتوې شمېره(۴۰۶)
پوښتنه: که یو څوک په ژوند کې نارینه اولادونو ته میراث ورکړي او د لورګانو مشخصه برخه د ځان سره وساتي او ووایي چې زما د وفات نه پس به دا برخه لورګانې واخلي. که د لورګانو برخه لږ کمه وي نو ایا هغه سړي له وفات وروسته به دا مال له سره تقسیمیږي او که په خپل حال پاتې کیږي؟
پوښتونکی: زاهد الله زاهد
الجواب حامدا ومصلیا
هر څوک په خپل مال کې د هر ډول جایز تصرف کولو حق لري؛ البته که یو څوک په خپل ژوند کې د خپلو وارثانو په منځ خپل مال تقسیمول وغواړي، باید د ټولو وارثانو ترمنځ مساوات وکړي، که څوک ځینې وراثان د شرعي وجې پرته محروم کړي، یا یې په برخه کې کموالی راولي؛ ګناهګار دی.
بناء په پوښتل شوي صورت کې که چېرې نوموړي پلار نرینه اولادونو ته خپله برخه میراث ورکړی او قبض(ورتسلیم) کړی یې هم وي، بیا ورسره خوندې حق نه لري او بیا تقسیم نه غواړي او که ځامنو یې خپله برخه قبض(تسلیم) کړې نه وي، بیا به د پلار له مرګه وروسته د ټولو وارثانو په منځ کې په شرعي طریقې سره تقسیمږي.
او پلار چې د لورګانو برخه مشخصه کړې ده؛ خو ورتسلیم کړې یې نه ده، بیا د پلار له مرګ وروسته په دغه برخه کې ټول وارثان حق لري؛ البته که نور وارثان د پلار له خوا لورګانو ته مشخصه شوې برخه دوی ته ورکوي؛ ښه خبره ده.
كما في مشكاة المصابيح(۱/۲۶۱)
عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ، أَنَّ أَبَاهُ أَتَى بِهِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: إِنِّي نَحَلْتُ ابْنِي هَذَا غُلاَمًا، فَقَالَ: «أَكُلَّ وَلَدِكَ نَحَلْتَ مِثْلَهُ»، قَالَ: لاَ، قَالَ: «فَارْجِعْهُ»
وفي روایة…( فاتَّقوا الله واعدِلوا بينَ أولادِكُم)
وفي بدائع الصنائع( ۵/۱۸۲) فصل في حكم الهبة
(وَأَمَّا) كَيْفِيَّةُ الْعَدْلِ بَيْنَهُمْ فَقَدْ قَالَ أَبُو يُوسُفَ الْعَدْلُ فِي ذَلِكَ أَنْ يُسَوِّيَ بَيْنَهُمْ فِي الْعَطِيَّةِ وَلَا يُفَضِّلَ الذَّكَرَ عَلَى الْأُنْثَى وَقَالَ مُحَمَّدٌ الْعَدْلُ بَيْنَهُمْ أَنْ يُعْطِيَهُمْ عَلَى سَبِيلِ التَّرْتِيبِ فِي الْمَوَارِيثِ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ كَذَا ذَكَرَ الْقَاضِي الِاخْتِلَافَ بَيْنَهُمَا فِي شَرْحِ مُخْتَصَرِ الطَّحَاوِيِّ وَذَكَرَ مُحَمَّدٌ فِي الْمُوَطَّإِ يَنْبَغِي لِلرَّجُلِ أَنْ يُسَوِّيَ بَيْنَ وَلَدِهِ فِي النُّحْلِ وَلَا يُفَضِّلَ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ.
وَظَاهِرُ هَذَا يَقْتَضِي أَنْ يَكُونَ قَوْلُهُ مَعَ قَوْلِ أَبِي يُوسُفَ وَهُوَ الصَّحِيحُ لِمَا رُوِيَ أَنَّ بَشِيرًا أَبَا النُّعْمَانِ أَتَى بِالنُّعْمَانِ إلَى رَسُولِ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – فَقَالَ إنِّي نَحَلْتُ ابْنِي هَذَا غُلَامًا كَانَ لِي فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – كُلُّ وَلَدِكَ نَحَلْتَهُ مِثْلَ هَذَا فَقَالَ لَا فَقَالَ النَّبِيُّ – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ – فَأَرْجِعهُ وَهَذَا إشَارَةٌ إلَى الْعَدْلِ بَيْنَ الْأَوْلَادِ فِي النِّحْلَةِ وَهُوَ التَّسْوِيَةُ بَيْنَهُمْ وَلِأَنَّ فِي التَّسْوِيَةِ تَأْلِيفَ الْقُلُوبِ وَالتَّفْضِيلُ يُورِثُ الْوَحْشَةِ بَيْنَهُمْ فَكَانَتْ التَّسْوِيَةُ أَوْلَى وَلَوْ نَحَلَ بَعْضًا وَحَرَمَ بَعْضًا جَازَ مِنْ طَرِيقِ الْحُكْمِ لِأَنَّهُ تَصَرُّفٌ فِي خَالِصِ مِلْكِهِ لَا حَقَّ لِأَحَدٍ فِيهِ إلَّا أَنَّهُ لَا يَكُونُ عَدْلًا سَوَاءٌ كَانَ الْمَحْرُومُ فَقِيهًا تَقِيًّا أَوْ جَاهِلًا فَاسِقًا عَلَى قَوْلِ الْمُتَقَدِّمِينَ مِنْ مَشَايِخِنَا وَأَمَّا عَلَى قَوْلِ الْمُتَأَخِّرِينَ مِنْهُمْ لَا بَأْسَ أَنْ يُعْطِيَ الْمُتَأَدِّبِينَ وَالْمُتَفَقِّهِينَ دُونَ الْفَسَقَةِ الْفَجَرَةِ.
کابل ټکی کام
۱۳/۳/۱۴۴۷ هـ ق



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close