ګروي،سود،وقف

وقف شوې څاه یا پمپ شخصي ګرځول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۴۱)

پوښتنه:
په یوه کلي کې په پینځه ویشت کورونو باندې یوې خیریې بنسټ د اوبو یو پمپ وباسه، یو سړي دغه پمپ دغه پمپ په زوره تاو کړ؛ نو د دغه سړي لپاره دغه اوبه څکل څنګه دي؟
پوښتونکی: حمیدالله
الجواب وبالله التوفیق:
کله چې یوه څاه یا پمپ د کلي یا محدودو خلکو لپاره وقف شي؛ نو په دې کې د ټولو حق وتړل شي. خرڅول او یا یې په شخصي ملکیت کې راوستل هیچاته جایز نه دي.
لهذا په پوښتل شوي پمپ کې د پنځه ویشتو کورونو حق دی. جایز نه دی چې څوک یې ځانته تاو کړي. که چا تاو کړ اوبه څښل ورته حرامې دي.
الدلیل علی ذلک:
لما قال علی بن ابی بکر المرغینانی رحمہ اللّٰہ: واذا صح الوقف لم یجز بیعہ ولاتملیکہ۔ (الھدایة:ټوک:۲؍مخ:۶۱۶ کتاب الوقف)
قال العلامة التمر تاشی رحمہ اللّٰہ: فاذاتم ای الوقف فلا یملک ولایعار ولایرھن۔(تنویرالابصار علٰی صدرردالمحتار:ټوک:۴،مخ۳۵۲،کتاب الوقف)
ولو جعل أرضه صدقة موقوفة على عبد الله وزيد فالغلة لهما، ولو ماتا كانت الغلة كلها للفقراء، وإن مات أحدهما كان النصف للفقراء، وإن سمى جماعة قسمت الغلة بينهم على عدد رءوسهم فإن مات أحدهم فحصته للفقراء وما بقي منهم،
الهندية:۲/۴۲۷ فصل كيفية قسمة الغلة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close