روژه او اعتکاف

که معتکف روژه وخوري، ایا اعتکاف یې ماتیږي؟

دفتوې شمېره(۴۴۲)

پوښتنه:
که معتکف داعتکاف په حالت کې قصدا روژه ماته کړي اعتکاف یې ماتیږي اوکنه؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الجواب وبالله التوفیق:
که معتکف قصدا روژه وخوري، روژه او اعتکاف یې دواړه له منځه ځي. اوکه په هېرې سره روژه وخوري، اعتکاف یې هم نه خرابیږي.
الدلیل علی ذلک:
ولا يبطل بإنزال بفكر أو نظر، ولا بسكر ليلا ولا بأكل ناسيا لبقاء الصوم بخلاف أكله عمدا
(قوله ولا بأكل ناسيا إلخ) والأصل أن ما كان من محظورات الاعتكاف وهو ما منع منه لأجل الاعتكاف لا لأجل الصوم لا يختلف فيه العمد والسهو والنهار والليل؛ كالجماع والخروج من المسجد وما كان من محظورات الصوم وهو ما منع منه لأجل الصوم يختلف فيه العمد والسهو والليل والنهار كالأكل والشرب بدائع
الدرالمختارمع ردالمحتار: ټوک:۲، مخ:۴۵۰، کتاب الصوم، باب الاعتکاف.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close