قران او سنت

د مسلمان لپاره دنیک ټایي په غاړه کول څه حکم لري؟

دفتوې شمېره(۴۴۳)

پوښتنه:

محترم مفتی صیب که د نېک ټایي(غاړه بند) په اړه که لږ معلومات راکړئ! چې په غاړه کول یې څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

په دې کې شک نشته چې، نېک ټایي(غاړه بند) دعیسیانو شعار(نښان) دی، دوی پردې عقیده دي چې،ګواکې عیسی علیه السلام په څولۍ ختلی دی(العیاذ بالله)، د مسلمانانو عقیده دا ده چې: عیسی علیه السلام، الله جل شانه اسمان ته ژوندی پورته کړی، اوس هم په اسمانونو کې دی، بیا به راکوزیږي او دجال به وژني.

او زمونږ د مسلمانانو بدبختي دا ده، چې کوم شی غربيان یا نور کافران خوښ کړي یا یې یوه ورځ استعمال کړی؛ نو زمونږ مسلمانان یې بیا تقلید کوي، او په تقلید یې ویاړي…..!

لهذا د مسلمانانو لپاره نېک ټایي په غاړه کول، د اغیارو سره د مشابهت له کبله جایز نه ده، بلکې حرام دی.

البته ځينې علماء کرام وایي، په کوم ځای کې چې نېک ټایي کارول عام رواج وي؛ مذهبي شعار نه ګڼلی کیږي؛ بلکې کافران او مسلمانان یې ټول په غاړه کوي، نو کارول یې حرام نه، بلکې مکروه دي؛ خو مسلمانانو ته حتی الوسع ځان ساتل ترې پکار دي.

او که په کومه اداره کې دغاړه بند کارول لازمي وي، نو بیا ګناه پر اداره ده، نه پر کارونکي.


الدلیل علی ذلک:

قال الرسول صلی الله علیه وسلم: من تشبه بقوم فهو منهم. ابوداود: کتاب اللباس، باب لبس الشهرة

قال ملا علی قاري في شرحه:

(وَعَنْهُ) : أَيْ عَنِ ابْنِ عُمَرَ (قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – (مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ) : أَيْ مَنْ شَبَّهَ نَفْسَهُ بِالْكُفَّارِ مَثَلًا فِي اللِّبَاسِ وَغَيْرِهِ، أَوْ بِالْفُسَّاقِ أَوِ الْفُجَّارِ أَوْ بِأَهْلِ التَّصَوُّفِ وَالصُّلَحَاءِ الْأَبْرَارِ. (فَهُوَ مِنْهُمْ) : أَيْ فِي الْإِثْمِ وَالْخَيْرِ. قَالَ الطِّيبِيُّ: هَذَا عَامٌّ فِي الْخَلْقِ وَالْخُلُقِ وَالشِّعَارِ، وَلِمَا كَانَ الشِّعَارُ أَظْهَرُ فِي التَّشَبُّهِ ذُكِرَ فِي هَذَا الْبَابِ. قُلْتُ: بَلِ الشِّعَارُ هُوَ الْمُرَادُ بِالتَّشَبُّهِ لَا غَيْرُ، فَإِنَّ الْخُلُقَ الصُّورِيَّ لَا يُتَصَوَّرُ فِيهِ التَّشَبُّهُ، وَالْخُلُقَ الْمَعْنَوِيَّ لَا يُقَالُ فِيهِ التَّشَبُّهُ، بَلْ هُوَ التَّخَلُّقُ، هَذَا وَقَدْ حَكَى حِكَايَةً غَرِيبَةً وَلَطِيفَةً عَجِيبَةً، وَهِيَ أَنَّهُ لَمَّا أَغْرَقَ اللَّهُ – سُبْحَانَهُ – فِرْعَوْنَ وَآلَهُ لَمْ يُغْرِقْ مَسْخَرَتَهُ الَّذِي كَانَ يُحَاكِي سَيِّدَنَا مُوسَى – عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ – فِي لُبْسِهِ وَكَلَامِهِ وَمَقَالَاتِهِ، فَيَضْحَكُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ مِنْ حَرَكَاتِهِ وَسَكَنَاتِهِ ; فَتَضَرَّعَ مُوسَى إِلَى رَبِّهِ: يَا رَبِّ! هَذَا كَانَ يُؤْذِي أَكْثَرَ مِنْ بَقِيَّةِ آلِ فِرْعَوْنَ، فَقَالَ الرَّبُّ تَعَالَى: مَا أَغْرَقْنَاهُ ; فَإِنَّهُ كَانَ لَابِسًا مِثْلَ لِبَاسِكَ، وَالْحَبِيبُ لَا يُعَذِّبُ مَنْ كَانَ عَلَى صُورَةِ الْحَبِيبِ، فَانْظُرْ مَنْ كَانَ مُتَشَبِّهًا بِأَهْلِ الْحَقِّ عَلَى قَصْدِ الْبَاطِلِ حَصَلَ لَهُ نَجَاةٌ صُورِيَّةٌ، وَرُبَّمَا أَدَّتْ إِلَى النَّجَاةِ الْمَعْنَوِيَّةِ، فَكَيْفَ بِمَنْ يَتَشَبَّهُ بِأَنْبِيَائِهِ وَأَوْلِيَائِهِ عَلَى قَصْدِ التَّشَرُّفِ وَالتَّعْظِيمِ، وَغَرَضِ الْمُشَابِهَةِ الصُّورِيَّةِ عَلَى وَجْهِ التَّكْرِيمِ؟ ، وَقَدْ بَسَطَ أَنْوَاعَ التَّشَبُّهِ بِالْمَعَارِفِ فِي تَرْجَمَةِ عَوَارِفِ الْمَعَارِفِ. (رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَأَبُو دَاوُدَ) .

مرقات المفاتيح: ټوک:۷،مخ:۲۷۸۲، كتاب اللباس, باب في لبس الشهرة

لکن کان ذٰلک شعارهم حینئذ وهم کفار ثم لما لم یصر الآن یختص بشعارهم زال ذلک المعنی فتزول الکراهۃ۔

(تکملۃ فتح الملهم ۴؍۹۳)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close