روژه او اعتکاف

ښځې به اعتکاف ته د لمانځه په کوټه کې کوي!(مهمه مسئله)

دفتوې شمېره(۴۴۴)

پوښتنه:

ښځه به اعتکاف په کومه کوټه کې کوي، ځینې خلک وایي په هره کوټه کې یې نسي کولی، ایا دا خبره سهي ده؟


الجواب وبالله التوفیق:

ښځې به په کور کې په هغه ځای کې اعتکاف ته کیني، کوم ځای چې د لمانځه، ذکر، تلاوت او د نور عبادت لپاره خاص وي. په هره کوټه کې اعتکاف ته نشي کېناستلی.

البته که په کور کې د لمونځونه لپاره یوه ځانګړې کوټه نه وي؛ نو بیا دې د اعتکاف نه څور ورځې وړاندې یوه کوټه د عبادت لپاره خاص کړي، بیا دې په کې اعتکاف وکړي. او له دې کوټې د ضرورت پرته نشي وتلی.


الدلیل علی ذلک:

والمرأة تعتكف في مسجد بيتها إذا اعتكفت في مسجد بيتها فتلك البقعة في حقها كمسجد الجماعة في حق الرجل لا تخرج منه إلا لحاجة الإنسان كذا في شرح المبسوط للإمام السرخسي۔۔۔ولها أن تعتكف في غير موضع صلاتها من بيتها إذا اعتكفت فيه كذا في التبيين. ولو لم يكن في بيتها مسجد تجعل موضعا منه مسجدا فتعتكف فيه كذا في الزاهدي.

الفتاوی الهندیة:۱،مخ:۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close