روژه او اعتکاف

داختر په ورځ هدیرې ته تلل څه حکم لري؟  

دفتوې شمېره(۴۴۵)

پوښتنه:

داختر په ورځ ځینې خلک هدیرې ته ځي، مړو ته دعا وکړي بېرته راستانه شي؛ نو شرعا څه حکم لري؟

—————————-

الجواب وبالله التوفیق:

داختر په ورځ خلک په خوښیو کې بوخت وي، زړونه یې دالله جل جلاله له یاده غافل وي، نوداخرت یادولو په خاطر هدیرې ته تلل شرعا جواز لري. البته رسم رواج ترې جوړول او یا دنندارې تماشې لپاره تلل، دنارینه اوښځو اختلاط کول او میلې جوړول شرعا جواز نه لري، باید په کلکه ځان ترې وساتل شي.

—————————

الدلیل علی ذلک:

عن سلمان بن بریدة عن ابیه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: قدکنت نهیتکم عن زیارة القبور فقد اذن لمحمد فی زیارة قبر امه فزوروها فانها تذکرة الاخرة.

جامع الترمذي:۱/۲۰۳، ابواب الجنائز، باب ماجاء فی الرخصة في زیارة القبور

وعن جابر قال: کان النبي صلی الله علیه وسلم اذاکان یوم العید خالف الطریق. رواه البخاري.

ای رجع فی غیر طریق الخروج قیل والسبب فیه وجوه… ومنها ان یزور قبور اقاربه.

مرقات المفاتیح:۲/۲۹۰، کتاب الصلاة، باب صلاة العیدین، الفصل الاول.

قوله: وندب یوم الفطر ان یطعم ….وزاد في الحاوي القدسي ان من المستحبات التزین وان یظهر فرحا وبشاشه …والتهنئة بقوله تقبل الله منا ومنکم لاتنکر..

البحر الرایق: ۲/۱۵۸، کتاب الصلاة، باب العیدین

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close