متفرق مسا‌‌ئل

که څوک پخپله زمکه ونې کېنوي، ایاګاونډي یې منع کولی شي؟

دفتوې شمېره(۴۴۶)

پوښتنه:

جناب مفتي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زه ابوعبدالله د خوست ولایت نه یوه پوښتنه لرم. مثلا د زید څنګ ته د عمر زمکه ده اوس زید په خپله زمکه کې ونې کېنوي او د دې ونې سیوری د عمر زمکې ته رسیږي او دا سیوری د عمر زمکې ته نقصان رسوي. ایا اوس عمر کولی چې په زید باندې د دې ونو کرل بند کړي او کنه؟

ابو عبدالله خوست


الجواب وبالله التوفیق:

هر څوک په خپل ملک کې کامل اختیار لري. ترڅو چې بل چاته ترې فاحش او ضرر یقیني نه وي؛ که هر څه ورباندې کوي، کولی یې شي، څوک یې نه شي منع کولی

لهذا په پوښتل شوي صورت کې زید په خپله زمکه کې ونې کېنولی شي، عمر یې نه شي منع کولی.

البته کله چې ونې کېنوې او غټې شي او د دې ونو څانګې د عمر زمکې ته ورشي نوعمر، زید لره په دې مجبورلی شي چې څانګې یې د ده له زمکې څخه لرې کړي.

او که د ونو څانګې خو د عمر زمکې ته مایله شوي نه وي؛ خو د ونو د سیوري له کبله د عمر په زمکه کې بیخي فصل نه راشین کیږي؛ نو احسانا عمر په زید دا حق لري چې د ونو څانګې یا وتړي او یایې قطع کړي.


الدلیل علی ذلک:

کماقال فی درر الحکام: (المادة: ۱۱۹۲) کل یتصرف فی ملکه کیفما شاء. …و(مادة:۱۱۹۶)اذا امتدت اغصان شجر بستان احد الی دار جاره او بستانه فللجار ان یکلفه تفریغ هوائه بربط الاغصان وجرها الی الوراء او قطعها ولکن لا تقطع الشجرة بداعی ان ظلها مضر بمزروعات بستان الجار)…

اما اذاکانت اغصان الشجرة یر متدلیة علی ملک الجار فلا تقطع بداعی ان ظلها مضر بمزروعات بستان الجار حیث لم یشتغل هواء جاره وکانت الشجرة فی ملکه فلایلزم ازالة مثل هذا الضرر….

و(مادة:۱۱۹۷) لا یمنع احد من التصرف فی ملکه ما لم یکن فیه ضرر فاحش للغیر….

ولنبادر الی ایضاح فقرة(مالم یکن فیه ضرر فاحش للغیر) وذلک ان فی تصرف لانسان فی ملکه حکمین: اولهما حکم قیاسی فبحسب الحقیاس لایمنع احد من التصرف فی ملکه سواء کان فی ذلک ضرر فاحش للغیر او کان ضرر غیر فاحش او لیس فیه ای ضرر لان ذلک الانسان انما یتصرف فی ملکه الخاص ولروایة الظاهرة هی علی الوجه المذکور، وقد رجح هذا الرأی بعض العلماء….

ثانیهما: حکم استحسانی فبحسب هذا الحکم یمنع الانسان من التصرف فی ملکه اذا کان فی ذلک ضرر فاحش للغیر.

اما اذا لم یکن الضرر فاحشا لایمنع سواء کان تصرفه غیر مضر مطلقا او کان مضرا ضررا غیر فاحش.

ویفهم من قول المجلة(الضرر الفاحش) انه اذا لم یکن الضرر فاحشا لایمنع فکانه اذا وسع امرالمنع علی کل ضرر ای بان شمل الضرر الفاحش والغیر الفاحش یوجب ذلک انسداد باب امکان انتفاع الانسان فی ملکه….

دررالحکام شرح مجلة الاحکام: ټوک:۱، ۱۹۰-۲۰۰، الباب الثالث، الفصل الاول.

کما فی شرح المجلة……. ان ضرر الفاحش ما یمنع من الحوائج الاصلیة ومنع الشمس والریح لیس منها بل من الحوائج الزائدة…..الخ

شرح المجلة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close