زکات،سرسايه اوعشر

داسې چاته زکات ورکول چې،په سید مشهور وي خوثبوت ورسره نه وي!

دفتوې شمېره(۴۴۹)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

مفتي صیب! زمونږ په ځای کې ځینې خلک دي، چې په سید مشهور دي؛ خو سهي ثبوت ورسره نشته، ایا داسې خکو ته زکات ورکول سهي دي؟

الجواب وبالله التوفیق:

دنسب ثبوت لپاره یواځې شهرت هم کافي دی، اسناد ضروري نه دي.

لهذا هغه څوک په سید مشهور وي زکات ورکول جایز نه دي. همداسې دوی هم باید له چانه زکات وانخلي.

البته که سید ډېر غریب وي دګټلو یې څوک نه وي، بیا دې یوه حیله وکړي:

هغه داسې چې زکات دې لومړی یوغریب ته ورکړي اوغریب دې سید ته ورکړي، د زکات ورکونکي به زکات ادا شي او غریب ته به الله جل جلاله  اجر ورکړي.

الدلیل علی ذلک:

قال فی الهدایة: ولایجوز للشاهد ان یشهد بشيئ لم یعاینه الاالنسب فانه یسعه ان یشهد بهذه الاشیا‌ اذا اخبره بها من یثق به، قال المحقق ابن همام ای لم یقطع به من جهة المعاینة بالعین او السماع الافی النسب… وفی الفصول عن شهادات المحیط فی النسب ان یسمع انه فلان بن فلان من جماعة لایتصور تواطؤهم علی الکذب عند ابي حنیفة وعندهما اذا اخبره عدلان انه ابن فلان تحل الشهادة وابوبکرالاسکاف کان یفتي بقولهما وهو اختیار النسفی.

فتح القدیر: ټوک:۶، مخ:۴۶۶، کتاب الشهادة

قوله وبني هاشم وموالیهم ای لاتجوز الدفع لهم لحدیث البخاری نحن اهل بیت لاتحل لنا الصدقة، والحیلة فی الجواز فی هذه الاربعة ان یتصدق بمقدار زکاته علی فقیرثم یامره بعد ذلک بالصرف الی هذه الوجوه فیکون لصاحب المال ثواب الزکاة وللققیر ثواب هذه القرب.

البحرالرایق: ټوک:۲، مخ:۲۳۴، کتاب الزکاة، باب المصرف

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close