زکات،سرسايه اوعشر

دحج لپاره روپۍ په سوال غوښتل او داسې چاته زکات ورکول!

دفتوې شمېره(۴۵۰)

پوښتنه:

مفتي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زمونږ یو ملګری دی غواړي چې حج ته لاړ شي، خپلې روپۍ ورسره نشته یا ورسره شته خو دحج لپاره کفایت نه کوي؛ مالداره خلکو ته وایي ماته دزکات روپۍ راکړئ ترڅو زه حج پرې وکړم.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا دحج لپاره روپۍ په سوال غوښتل جایز دي؟ او داسې سړي ته زکات ورکول څنګه دي؟

دځواب په هیله مننه


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې دیوچاسره بیخي روپۍ نه وي یا ورسره وي خو دومره کمې وي چې، حج پرې نه ادا کیږي؛ نوښکاره خبره ده چې حج پرې فرض نه دی، بلکې نفلي حج ادا کول غواړي. او دنفلي حج ادا کولو لپاره سوال کول شرعا جایز نه دی، بلکې یو سپک اوناوړه عمل دی.

البته که مخکې حج پرې فرض شوی وي؛ خو ادا کړی یې نه وي، اوس ورسره روپۍ نشته او نه یې امید شته چې روپۍ به ترلاسه کړي، نو په داسې وخت کې دحج لپاره روپۍ په سوال غوښتلی شي.

پاتې شو داسې سړي ته زکات ورکول: نو که له ده سره بیخي روپۍ نه وي او څوک دحج ادا کولو لپاره زکات ورکړي، زکات یې ادا کیږي.

اوکه روپۍ ورسره وي خو لږ کمې دي، بیا زکات ورکول سهي نه دي او که چا ورکړ زکات یې نه ادا کیږي.


الدلیل علی ذلک:

وکما لایجوز صرف الزکاة الی الغنی لایجوز صرف جمیع الصدقات المفروضة والواجبة….لعموم قوله تعالی: (انما الصدقات للفقراء).

وقول النبي صلی الله علیه وسلم: (لاتحل الصدقة لغني)

وغنی یحرم به السؤال، ولایحرم به الاخذ.

واما الغنا الذي یحرم به اخذا الصدقة وقبولها: فهو الذي تجب به صدقة الفطر والاضحیة…

واما الغنا الذي یحر به السؤال فهو ان یکون له سداد عیش بأن کان له قوت یومه لما روی عن رسول الله صلی الله علیه وسلم انه قال: (من سأل الناس عن ظهر غنی فانما یستکثر من جمر جهنم قیل: یارسول الله وماظهر الغناء؟ قال: ان یعلم ان عنده مایغدیهم اویعشیهم) فان لم یکن له قوت یومه ولامایستره عورته یحل له ان یسأل، لأن الحال حال الضرورة …

بدائع الصنائع: ټوک:۲، مخ: ۱۵۷-۱۶۱، کتاب الزکاة، مصارف الزکاة

ولا الی غني یملک قدر نصاب فارغ عن حاجته الاصلیة من ای مال کان.

الدرالمختار: ټوک:۲،مخ:۳۴۷، باب المصرف

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close