زکات،سرسايه اوعشر

حج لپاره جمع شوو پیسو کې زکات شته او کنه؟

دفتوې شمېره(۴۵۱)

پوښتنه:

مفتي صیب ما ۵ لکه دحج لپاره جمع کړي دي، غواړم چې په دې روپیو حج ادا کړم، ایا په دې روپیو کې زکات شته؟

________________

الجواب وبالله التوفیق:

ترڅو چې دغه پیسې په حج یا بل کار کې مصرف شوې نه وي زکات په کې شته. لهذا کله چې زکات ورکوې نو د دغو پیسو زکات به هم ورکوې.

________________

الدلیل علی ذلک:

إن الزکاۃ تجب في النقد کیفما أمسک للنماء أو للنفقۃ إذا أمسکہ لینفق منہ کل ما یحتاجہ فحال الحول وقد بقي معہ منہ نصاب فإنہ یزکی ذلک الباقي وإن کان قصدہ الإنفاق منہ أیضاً في المستقبل۔ (شامی:ټوک:۲، مخ:۲۶، کتاب الزکاۃ، مطلب: فی زکاۃ ثمن المبیع وفاء

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close