تجارت

دڅاروي غوشایي او دانسان ډکې متیازې خرڅول څه حکم لري؟

دفتوې شمېره(۴۵۲)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب زما پوښتنه دا ده چې دڅارویو غوشایي او دانسانانو ډکې متیازې خرڅول شرعا څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

دڅارویو غوشایي خرڅول جایز دي شرعا ممانعت نه لري. او دانسانانو ډکې متیازې خرڅول جایز نه دي، ځکه چې غلیظه نجاست دي.

البته که زیاته اندازه خاوره یا بل شی ورسره ګډ شي؛ بیا یې خرڅول جایز دي.


الدلیل علی ذلک:

ویجوز بیع السرقین والبعر والانتفاع بها. واما العذرة فلا یجوز الانتفاع بها مالم یخلط بالتراب ویکون التراب غالبا وهذا لان محلیة البیع بالمالیة والمالیة بالانتفاع والناس اعتادو الانتفاع بالبعر والسرقین من الالقاء فی الارض لکثرة الریع.

المحیط البرهاني: ټوک:۷، مخ:۳۰۲، کتاب البیع في بیع المحرمات

ویکره بیع العذرة خالصة وجاز لو مخلوطة وجاز بیع السرقین مطلقا في الصحیح عندنا لکونه مالا منتفعا به لتقویة الارض في الانبات..

مجمع الانهر: ټوک:۲، مخ:۲۱۱، کتاب الکراهیة فصل في البیع

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close