قسم او نذرمنل

ایا خپلې ښځې ته د قسم کفاره ورکول جواز لري؟

د فتوې شمېره(۴۱۵)
پوښتنه:
که څوک قسم وکړي، چې پلانکی کار به نه کوي، هغه کار بیا ترسره کړي، ایا کفاره پرې لازمیږي او که نه؟ او د قسم کفاره خپلې ښځې ته ورکول جواز لري او که نه؟
الجواب حامدا ومصلیا
کله چې یو څوک د یو کار کولو یا نه کولو قسم وخوري، بیا هغه کار ونه کړي او یا یې وکړي؛ په دغه شخص باندې د قسم کفاره لازم ده.
او خپلو اصولو(مور او پلار، نیا، نیکه) او فروعو( اولادې او لمسیو، کړسیو) ته یا خپلې ښځې ته د قسم کفارې په ورکولو سره کفاره نه ادا کیږي. بلکې مستحقینو ته به یې ورکوي.
کما في الدر المختار مع رد المحتار(۲/۳۴۶) کتاب الزکوة، باب العشر، باب مصرف الزکوة والعشر، ط: سعید:
(وَلَا) إلَى (مَنْ بَيْنَهُمَا وِلَادٌ) وَلَوْ مَمْلُوكًا لِفَقِيرٍ (أَوْ) بَيْنَهُمَا (زَوْجِيَّةٌ).
(قَوْلُهُ: وَإِلَى مَنْ بَيْنَهُمَا وِلَادٌ) أَيْ بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْمَدْفُوعِ إلَيْهِ؛ لِأَنَّ مَنَافِعَ الْأَمْلَاكِ بَيْنَهُمْ مُتَّصِلَةٌ فَلَا يَتَحَقَّقُ التَّمْلِيكُ عَلَى الْكَمَالِ هِدَايَةٌ وَالْوِلَادُ بِالْكَسْرِ مَصْدَرُ وَلَدَتْ الْمَرْأَةُ وِلَادَةً وَوِلَادًا مُغْرِبٌ أَيْ أَصْلُهُ وَإِنْ عَلَا كَأَبَوَيْهِ وَأَجْدَادِهِ وَجَدَّاتِهِ مِنْ قِبَلِهِمَا وَفَرْعِهِ وَإِنْ سَفَلَ بِفَتْحِ الْفَاءِ مِنْ بَابِ طَلَبَ وَالضَّمُّ خَطَأٌ؛ لِأَنَّهُ مِنْ السَّفَالَةِ وَهِيَ الْخَسَاسَةُ مُغْرِبٌ كَأَوْلَادِ الْأَوْلَادِ وَشَمِلَ الْوِلَادَ بِالنِّكَاحِ وَالسِّفَاحِ فَلَا يُدْفَعُ إلَى وَلَدِهِ مِنْ الزِّنَا وَلَا مَنْ نَفَاهُ كَمَا سَيَأْتِي، وَكَذَا كُلُّ صَدَقَةٍ وَاجِبَةٍ كَالْفِطْرَةِ وَالنَّذْرِ وَالْكَفَّارَاتِ.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close