متفرق مسا‌‌ئل

ما موبایل پیدا کړی اوس څه ورسره وکړم؟

دفتوې شمېره(۴۵۶)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! مفتي صاحب ما په میله کې موبایل پیدا کړ، سیم کارډ پکې نه و، اوس ورسره څه وکړم؟

پوښتونکی: م نسیم ځلاند

_________________

الجواب وبالله التوفیق:

پیدا کړي شي ته په شرعي اصطلاح کې لقطه ویلی کیږي، دلقطې حکم دا دی چې، ترهغې به یې تشهیر(اعلانات) کیږي ترڅو یې مالک پیدا شوی نه وي.

کله چې ستا غالب ګومان پیدا شي چې، مالک به یې نه ورپسې ګرځي؛ بیا ستا اختیار دی، که یې ځان سره ساتې، یا که پخپله غریب یې استعمالولی یې شې! او که پخپله غریب نه یې بیا یې صدقه کولی هم شې.

البته که داستعمال یا صدقې کولو وروسته یې مالک پیدا شي، تاوان یې درڅخه اخیستلی شي.

_________________

الدلیل علی ذلک:

ويعرف الملتقط اللقطة في الأسواق والشوارع مدة يغلب على ظنه أن صاحبها لا يطلبها بعد ذلك هو الصحيح، كذا في مجمع البحرين ولقطة الحل والحرم سواء، كذا في خزانة المفتين، ثم بعد تعريف المدة المذكورة الملتقط مخير بين أن يحفظها حسبة وبين أن يتصدق بها فإن جاء صاحبها فأمضى الصدقة يكون له ثوابها وإن لم يمضها ضمن الملتقط أو المسكين إن شاء لو هلكت في يده فإن ضمن الملتقط لا يرجع على الفقير وإن ضمن الفقير لا يرجع على الملتقط وإن كانت اللقطة في يد الملتقط أو المسكين قائمة أخذها منه، كذا في شرح مجمع البحرين.

الفتاوي الهندية: ټوک:۲، مخ:۲۸۹، کتاب اللقطة.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close