قران او سنت

سهار په خیر یا دېته ورته کلمات ویل شرعا څه حکم لري؟

دفتوې شمېره(۴۵۷)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترم مفتي صیب (سهار په خیر) کلمات ویل څنګه دي؟

دلته یو مولنا صاحب په تقریر کې ویل چې د دې کلماتو ویل حرام دي.

پوښتونکی: احسان الله بلال


الجواب وبالله التوفیق:

دخبرو پیل باید په السلام علیکم ورحمة الله سره وشي، سهار په خیر یا دېته ورته کلماتو سره دخبرو پیلول دسنت موافق سلام نه دی.

البته دسلام وروسته (سهار په خیر،، مرحبا، هرکله راشې یا دېته ورته) کلمات ویل جایز دي او حرام ورته بې ځایه دي.


الدلیل علی ذلک:

عمران بن حصين، قال: «كنا نقول في الجاهلية أنعم الله بك عينا، وأنعم صباحا، فلما كان الإسلام نهينا عن ذلك» قال عبد الرزاق: قال معمر: «يكره أن يقول الرجل أنعم الله بك عينا، ولا بأس أن يقول أنعم الله عينك»

سنن ابی داود: 4/۳۵۷، باب فی الرجل یقول: انعم الله بک عینا

وَقَوْلُهُ: (وَأَنْعَمَ صَبَاحًا) . مَعْنَاهُ طَابَ عَيْشُكَ فِي الصَّبَاحِ، وَإِنَّمَا خَصَّ الصَّبَاحَ بِهِ ; لِأَنَّ الْغَارَاتِ وَالْمَكَارِهَ تَقَعُ صَبَاحًا. وَقَالَ شَارِحٌ مِنْ عُلَمَائِنَا: قِيلَ مَعْنَاهُ: طَابَ عَيْشُكَ فِي الصَّبَاحِ، وَالصَّوَابُ أَطَابَ اللَّهُ عَيْشَكَ فِي الصَّبَاحِ، أَوْ هُوَ مَنْصُوبٌ عَلَى التَّمْيِيزِ مِنَ الْفَاعِلِ. (فَلَمَّا كَانَ) أَيْ: وُجِدَ (الْإِسْلَامُ) : وَوَقَعَ أَحْكَامُهُ عَلَى وَجْهِ الْإِحْكَامِ (نُهِينَا عَنْ ذَلِكَ) أَيْ: عَمَّا ذُكِرَ مِنَ الْأَقْوَالِ ابْتِدَاءً بِوَضْعِهَا مَوْضِعَ السَّلَامِ، فَلَا مَحْذُورَ أَنْ بَدَأَ بِالسَّلَامِ، ثُمَّ ثَنَّاهُ بِنَحْوِ مَا تَقَدَّمَ مِنَ الْكَلَامِ. (رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ) .

مرقاة المفاتيح:۷/۲۹۴۹، باب السلام

لا یقوم مقام السلام غیرہ من صیغ التحیۃ کصباح الخیر أو مرحبا أو غیر ذلک (نزھۃ المتقین:۱،۵۷۶)

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close