حج او عمره

دعرفات په میدان کې څومره وخت ایسارېدل ضروري دي؟

دفتوې شمېره(۴۵۹)

پوښتنه:

کله چې یو څوک عرفات غونډۍ ته لاړ شي، څه وخت تېر کړي او بېرته راشي، ایا دم پرې لازمیږي او کنه؟

الجواب وبالله التوفیق:

دعرفات میدان ته دورتګ نه وروسته تر لمر ډوبیدو پورې ایسارېدل ضروري دي، که څوک دلمر ډوبیدو نه وړاندې له عرفات څخه لاړ شي او دعرفات له حدودو څخه خارج شي، بېرته عرفات راستون نشي؛ نو دم پرې لازمیږي.

او که بېرته عرفات ته ستون شي او دلمر ډوبېدو نه وروسته ترې ووځي، دم ترې ساقطیږي.

الدلیل علی ذلک:

واما قدر الواجب فیه ان وقف نهارا فحد الوقوف من الزوال بل من حین وقف الی ان تغیب الشمس وقوف جزء من اللیل…، فاذا وقف نهارا ودفع قبل الغروب، فان جاوز حدود عرفة بعد الغروب مع الامام او قبله فلا شئ علیه، ان جاوز قبل الغروب فعلیه دم اماما کان او غیره…، فان لم یعد او عاد بعد الغروب لایسقط عنها الدم في ظاهر الروایة وعلیه الجمهور،وان عاده  قبله فدفع بعد الغروب فالصحیح انه یسقط. غنیة الناسک:مخ:۱۵۹-۱۶۰، باب مناسک عرفات، فصل في رکن الوقوف وقدرالواجب فیه.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close