ذبحه،قرباني،عقيقه

که څوک په کورني څاروي کې دقرباني نیت وکړي، ایاقرباني کول یې لازمي ګرځي؟

دفتوې شمېره(۴۶۳)

پوښتنه:

یو سړي په کور کې مېږې او وزې ساتلي دي، په یوه مېږه کې یې دا نیت وکړ، چې زه به یې په اختر کې قرباني کوم، اوس وایي که په اختر کې زه دغه مېږه قرباني نه کړم، بلکې بله مېږه قرباني کړم ایا ګناه ګارېږم؟


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک په کورني څاروي کې دقرباني کولو نیت وکړي، په نیت سره د دغه څاروي قرباني کول ضروري نه ګرځي؛ بلکې دغه څاروی خرڅول یا یې بدلول هم جایز دي.


الدلیل علی ذلک:

(قوله شراها لها) فلو كانت في ملكه فنوى أن يضحي بها أو اشتراها ولم ينو الأضحية وقت الشراء ثم نوى بعد ذلك لا يجب، لأن النية لم تقارن الشراء فلا تعتبر بدائع

ردالمحتار:6/۳۲۱، کتاب الاضحیة

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close