قسم او نذرمنل

په قرآن کریم سره لوړه(قسم) کول څه حکم لري؟

دفتوې شمېره(۶۶۷)

پوښتنه:

که څوک په قران سره قسم وخوري، لکه ووایي: مادې قرآن ووهي، چې زه به دغه کار نکوم او بیا هماغه کار وکړي؛ قسم یې سهي کیږي او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

په شریعت دالله جل جلاله نه پرته په بل څه قسم کول جایز نه دي. بیاهم متأخرین علماء کرام وایي: دعرف له امله که څوک په قرآن کریم باندې قسم وخوري، قسم یې سهي کیږي، او د قسم ماتولو له امله پرې کفاره هم لازمیږي؛ ځکه چې قران کریم دالله جلا جلاله کلام او صفت دی.


الدلیل علی ذلک:

(لا) يقسم (بغير الله تعالى كالنبي والقرآن والكعبة) قال الكمال: ولا يخفى أن الحلف بالقرآن الآن متعارف فيكون يمينا. وأما الحلف بكلام اللهفيدور مع العرف. وقال العيني: وعندي أن المصحف يمين لا سيما في زماننا. وعند الثلاثة المصحف والقرآن وكلام الله يمين.

(قوله وقال العيني إلخ) عبارته: وعندي لو حلف بالمصحف أو وضع يده عليه وقال: وحق هذا فهو يمين ولا سيما في هذا الزمان الذي كثرت فيه الأيمان الفاجرة ورغبة العوام في الحلف بالمصحف اهـ

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:۳، مخ:۷۱۲-۷۱۳، كتاب الايمان, مطلب فی القران

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close