طهارت او لمونځ

د څلور رکعتیز سنتو په لومړنۍ ناسته کې درود شریف لوستل څه حکم لري ؟

دفتوی شمیره :‌(۲۰۰)


پوښتنه :‌
که یو لمونځ کونکی د فرضو په څلور رکتیز لمانځه کې له لومړۍ ناستې وروسته د درود ویلو له سببه د دریم رکعت قیام وروسته کړي ، نو په هغه خو دسهوې سجده لازمه ده او په نفلو کې لازمه نه ده . خو په همدې صورت کې په سنتو لمانځونو کې د سهوې سجده لازمیږي او که نه لازمیږي. د سنتو او نورو نفلو ترمنځ توپیر په همدې مسئله کې شته او که نه؟
د جواب په هیله والسلام


الجواب و باالله التوفیق :
په پوښتل شوې مسئله کې د سنتو موکدو ، واجبو ، فرضو یو حکم دی .
د سنتو غیر موکدو او نوافلو حکم جدا دی . یعنې :
د څلور رکعتیزو فرضو ، واجبو او موکد سنتو په لومړۍ ناسته کې له التحیات څخه وروسته درود شریف په لوستلو سره یا تر اللهم اصل علی محمد پورې لوستلو سره سجده سهوه لازمیږي .
خو په غیر موکد سنتو او نوافلو کې په لومړۍ ناسته کې له التحیات څخه وروسته درود شریف لوستل په کار دي ، له دې امله د درود شریف په ویلو سره سجده سهوه هم نه لازمیږي .
الدلیل علی ذلک :
( ولایزید ) في الفرض ( علی التشهد فی القعدة الاولی ) اجماعا …. ( او ساهیا وجب علیه سجود السهو ، اذا قال : اللهم صل علی محمد ) ….
( قوله ولا یزید فی الفرض ) ای وما الحق به کالوتر والسنن الرواتب الخ .
شامي ټوک : ۱ ، مخ : ۵۱۰-۵۱۱ اداب الصلاة ، مطلب مهم فی عقد الاصابع عند التشهد . ( فی السنن الرواتب لا یصلی ولا یستفتح ) قوله فی السنن الرواتب ) وهی ثلاثة رباعیة الظهر ورباعیة الجمعة القبلیة والبعدیة وهو الاصح لانه تشبه الفرائض ، واحترز به عن الرباعیات المستحبات والنوافل ، فانه یصلی علی النبی صلی اللهعلیه وسلم فی القعدة الاولی ثم یقرأ دعاء الاستفتاح .
شامي : ټوک : ۶ ، مخ : ۷۳۲ ، مسائل شتی .
وکذا ترک الزیادة علی التشهد ، ای فی الفرض والسنة المؤکدة لانها فی النفل مطلوبة . شامي : ټوک : ۱ ، مخ : ۴۶۵ ، باب صفة الصلاة .
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close