ذبحه،قرباني،عقيقه

دحلالې نه وروسته یو څوک په قربانۍ کې شریکول څه حکم لري؟

دفتوې شمېره(۴۷۰)

پوښتنه:

مثلا په یو غټ څاروي کې پنځه نفره شریکان دي، کله چې دوی څاروی حلال کړ، نو نفر ورته راغی، چې زه به هم درسره شریک شم په دې حلال شوي څاروي کې. ایا دغه شرکت سهي دی او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

د حلالې کولو نه مخکې په څاروي کې چې دڅومره نفرو دشراکت نیت شوی وي، د هغوی لخوا قرباني سهي کیږي؛ دحلالولو وروسته څوک پکې شریک کول یا په برخو کې تغیر او تبدیل کول جایز نه دي. لهذا که څوک پکې دحلالولو نه وروسته شریک شي، د هغوی لخوا قرباني نه سهي کیږي.


الدلیل علی ذلک:

وَالتَّضْحِيَةُ قُرْبَةٌ فَلَا تَتَأَدَّى بِنِيَّةِ غَيْرِهِ وَجْهُ الِاسْتِحْسَانِ أَنَّهَا تَعَيَّنَتْ لِلذَّبْحِ لِتَعَيُّنِهَا بِالْأُضْحِيَّةِ حَتَّى وَجَبَ عَلَيْهِ أَنْ يُضَحِّيَ بِهَا بِعَيْنِهَا فِي أَيَّامِ النَّحْرِ وَيُكْرَهُ أَنْ يُبَدِّلَ بِهَا غَيْرَهَا

البحرالرایق:8/۲۰۴، كتاب الكراهية

عزیز الفتاوی۱/۷۱۹، بحواله مسائل رفعت قاسمي ۵/۱۱۲.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close