ذبحه،قرباني،عقيقه

په څاروي کې څو شیونه حرام دي؟ او دحرام مغز حکم!

دفتوې شمېره(۴۷۱)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب! کله چې څاروی قرباني شي؛ نو څو شیونه پکې حرام دي؟

او حرام مغز څه حکم لري؟ ځينې ورته حلال او ځینې ورته حرام، که په دې اړه هم معلومات راکړئ! مننه


الجواب وبالله التوفیق:

په څاروي کې ۷ شیونه حرام دي؛ دکنز او طحطاوي مصنفینو حرام مغز ته هم حرام ویلي دي.

نو په هر حلال شوي څاروي کې لاندې ذکر شوي ۸ شیونه حرام دي:

۱: روانه وینه(کومه چې د حلالې په وخت کې تویه شي)

۲ : د تشو متیازو ځای(دنر اوماده څاروي).

۳ : د ډکو متیازو ځای(د نر او ماده څاروي)

۴ : خصتین( د نر څاروي هګۍ)

۵: مثانه

۶ : غدود:(يو ډول سخته غوښه ده)

۷ : تریخی

۸ : حرام مغز( سپین دشیدو په څېر ټینګ شی دی چې، دملا څخه نېولې تر سټ پورې په هډوکي کې وي)


الدلیل علی ذلک :

عَنْ مُجَاھِدٍقَالَ کَانَ رَسُوْلُ اللّٰہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ یَکْرَہُ مِنَ الشَّاۃِ سَبْعًا،اَلدَّمَ وَالْحَیَائَ وَالْاُنْثَیَیْنِ وَالْغُدَّ وَالذَّکَرَ وَالْمَثَانَۃَ وَالْمَرَارَۃَ(مصنف عبدالرزاق ټوک : ۴مخ : ۴۰۹

سنن الکبری للبیہقی:ټوک :۱۰، مخ ک (۷)

وكره من الشاة الحياء والخصیة والغدة … نخاع الصلب. كنز الدقايق: مسايل شتي

قوله: والدم المسفوح) وزید نخاع الصلب.(حاشیة الطحطاوي علی الدرالمختار:۴/۳۶۰، کتاب الخنسی، مسایل شتی

[يكره مِنْ الشَّاةِ الْحَيَاءُ وَالْخُصْيَةُ وَالْغُدَّةُ وَالْمَثَانَةُ وَالْمَرَارَةُ وَالدَّمُ الْمَسْفُوحُ وَالذَّكَرُ]

قَالَ – رَحِمَهُ اللَّهُ – (كُرِهَ مِنْ الشَّاةِ الْحَيَاءُ وَالْخُصْيَةُ وَالْغُدَّةُ وَالْمَثَانَةُ وَالْمَرَارَةُ وَالدَّمُ الْمَسْفُوحُ وَالذَّكَرُ) لِمَا رَوَى الْأَوْزَاعِيُّ عَنْ وَاصِلِ بْنِ مُجَاهِدٍ قَالَ «كَرِهَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – مِنْ الشَّاةِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَيَيْنِ وَالْقُبُلَ وَالْغُدَّةَ وَالْمَرَارَةَ وَالْمَثَانَةَ» قَالَ أَبُو حَنِيفَةَ الدَّمُ حَرَامٌ وَكُرِهَ السِّتَّةُ وَذَلِكَ لِقَوْلِهِ تَعَالَى {حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ} [المائدة: 3] وَكُرِهَ مَا سِوَاهُ؛ لِأَنَّهُ مِمَّا تَسْتَخْبِثُهُ النَّفْسُ وَتَكْرَهُهُ وَهَذَا الْمَعْنَى سَبَبُ الْكَرَاهَةِ لِقَوْلِهِ تَعَالَى {وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ} [الأعراف: 157] وَرَوَى ابْنُ عُمَرَ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا – سُئِلَ عَنْ الْقُنْفُذِ فَتَلَا قَوْله تَعَالَى {قُلْ لا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَى طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ} [الأنعام: 145] الْآيَةُ فَقَالَ شَيْخٌ عِنْدَهُ سَمِعْت أَبَا هُرَيْرَةَ يَقُولُ «ذُكِرَ الْقُنْفُذُ عِنْدَ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – فَقَالَ خَبِيثٌ مِنْ الْخَبَائِثِ»

البحر الرايق:8/553, مسايل في الختان والتداوي والزينة

والله تعالی اعلم بالصواب

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close