زکات،سرسايه اوعشر

په شریک پسونو کې به څو پسونه په زکات کې ورکیږي؟

د فتوې شمېره(۴۷۳)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترم مولوي صاحب یوه پوښتنه لرم هغه داچې، دوه کسان سره شریکان دي، اتیا پسونه لري، نو ایا زکات به یې دوه پسونه ورکوي او که یو؟ یعنې هر یو به د خپلې حصې چې څلویشت څلویشت کېږي زکات یو، یو پسه یعني دوه پسونه ورکوي که به له مجموع اتیا څخه یو دانه پسه ورکوي؟
پوښتونکی:Hazray Sadeeq
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الجواب وبالله التوفیق:
که په اتیا پسونو کې څلوېښت د یوه او څلوښت د بل وي؛ نو هر یو به د خپلې برخې یو، یو پسه په زکات کې ورکوي. او که د یوه شریک له څلوېښتو کم پسونه وي، نو په ده باندې زکات نشته، هغه بل به د خپلې حصې زکات ورکوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الدلیل علی ذلک:(قوله: وإن تعدد النصاب) أي بحيث يبلغ قبل الضم مال كل واحد بانفراده نصابا فإنه يجب حينئذ على كل منهما زكاة نصابه، فإذا أخذ الساعي زكاة النصابين من المالين، فإن تساويا فلا رجوع لأحدهما على الآخر. كما لو كان ثمانين شاة لكل منهما أربعون وأخذ الساعي منهما شاتين وإلا تراجعا كما يأتي بيانه…
ردالمحتار:۲ /۳۰۴، باب زكاة المال
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close