ذبحه،قرباني،عقيقه

د شپې څاروی حلالول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۷۵)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب، که د ورځې د څه مشکلاتو په اساس د څاروي ذبحه پاتې شي، نو د شپې یې حلالول څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

د لسم ذوالحجې څخه تر د دولسم د ذوالحجې(د اختر لومړۍ ورځې څخه نېولې د دریمې ورځې ترلمر ډوبېدو) پورې د قربانۍ کولو وخت دی.


لهذا په دې ورځو کې د ورځې او د شپې قرباني کول جایز ده، ځکه چې نن سبا برق او روښنایي زیاته ده، د شپې ذبحې کولو سره د رګ پاتې کېدو شک او شبه نه پیدا کیږي.

الدلیل علی ذلک:

وَوَقْتُهَا ثَلَاثَةُ أَيَّامٍ أَوَّلُهَا أَفْضَلُهَا، وَيَجُوزُ الذَّبْحُ فِي لَيَالِيهَا إلَّا أَنَّهُ يُكْرَهُ لِاحْتِمَالِ الْغَلَطِ فِي الظُّلْمَةِ وَأَيَّامُ النَّحْرِ ثَلَاثَةٌ

البحرالرايق:8, مخ:176, كتاب الاضحية

ويجوز الذبح في لياليها إلا أنه يكره لاحتمال الغلط في ظلمة الليل، وأيام النحر ثلاثة

الهداية:4/۳۵۴، علی من تجب الاضحیة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close