ذبحه،قرباني،عقيقه

د قربانۍ په نیت اخیستل شوی څاروی بېرته خرڅول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۷۶)

پوښتنه:

د قربانۍ په نیت د اخیستل شوي څاروي په ځای بل اخیستل او هغه لومړی څاروی بېرته خرڅول څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

که یو څاروی د قربانۍ په نیت واخلي او بیا وغواړي چې دغه څاروی خرڅ کړي، او د دې په ځای بل څاروی واخلي جایز ده، خو دویم څاروی به له لومړي څاروي سره په قیمت کې برابر یا به ترې ګران بیه وي.

که دویم څاروی له لومړي څخه ارزانه واخلي، بیا به پاتې روپۍ خیرات کوي.


الدلیل علی ذلک:

(الباب الثاني في وجوب الأضحية بالنذر وما هو في معناه) . رجل اشترى شاة للأضحية وأوجبها بلسانه، ثم اشترى أخرى جاز له بيع الأولى في قول أبي حنيفة ومحمد – رحمهما الله تعالى -، وإن كانت الثانية شرا من الأولى وذبح الثانية فإنه يتصدق بفضل ما بين القيمتين؛

الفتاوی العالمګیریة:۵/۲۹۴، کتاب الاضحیة، الباب الثاني

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close