ذبحه،قرباني،عقيقه

د ذوالحجې لسو ورځو کې ویښتان او نوکان نه اخیستل څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۷۷)

پوښتنه:

مونږ اوریدلي چې څوک قرباني کول غواړي هغوی به د ذورالحجې د میاشتې لومړنۍ لس ورځې خپل ویښتان او نو کان نه اخلي، د دې حکم څه دی؟ یعنې فرض، واجب او که سنت دي؟


الجواب وبالله التوفیق:

څوک چې قرباني کولو اراده لري، هغوی ته مستحب دا ده چې د ذوالحجې میاشتې په شروع کېدو سره خپل ویښتان او نوکان نه اخلي، داختر لمانځه وروسته دې خپل ویښته او نوکان واخلي.

او څوک چې د قربانۍ اراده نه لري، که هغوی هم د دوی سره مشابهت وکړي، نو د ثواب څخه به نه محرومیږي.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمْ هِلَالَ ذِي الْحِجَّةِ، وَأَرَادَ أَحَدُكُمْ أَنْ يُضَحِّيَ، فَلْيُمْسِكْ عَنْ شَعْرِهِ وَأَظْفَارِهِ»

صحيح مسلم

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close