ذبحه،قرباني،عقيقه

که غریب سړی د اختر په ورځو کې مالداره شي، قرباني پرې شته او کنه؟

د فتوې شمېره(۴۷۸)

پوښتنه:

دویمه پوښتنه مې دا ده چې، که یو غریب سړی د اختر په دویمه یا دریمه ورځ مالداره شي، قرباني پرې واجبیږي او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

که غریب سړی دریمې ورځې د لمر ډوبېدو څخه مخکې دومره مالداره شې چې، د نصاب مالک ورګرځيږي، یا په دې وخت کې کافر مسلمان شي او یا مسافر مقیم شي، نو قرباني پرې واجبیږي.


الدلیل علی ذلک:

(وأما) (كيفية الوجوب) : منها أنها تجب في وقتها وجوبا موسعا في جملة الوقت من غير عين،وعلى هذا يخرج ما إذا لم يكن أهلا للوجوب في أول الوقت، ثم صار أهلا في آخره، بأن كان كافرا أو عبدا أو فقيرا أو مسافرا في أول الوقت، ثم صار أهلا في آخره فإنه يجب عليه،

الهندية:۵/۲۹۳، کتاب الذبائح، الباب الاول

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close