
ذبحه،قرباني،عقيقه
که مالداره سړی د اختر په ورځو کې غریب شي!
د فتوې شمېره(۴۷۹)
زما پوښتنه دا ده، یو څوک د نصاب مالک وي، د اختر په دویمه ورځ تاوان وکړي، ټولې روپۍ او جایداد قرضدارانو ته په قرض کې حساب کړي، او تراوسه یې قرباني هم نه وي کړي، د قربانۍ سره به څه کوي؟
_______________
الجواب وبالله التوفیق:
که په چا قرباني واجبه وي، خو د قربانۍ د وخت د ختمیدو نه ،( د اختر د دریمې ورځې د لمر ډوبېدو څخه)مخکې غریب شي قرباني ترې ساقطیږي.
_______________
الدلیل علی ذلک:
(والمعتبر) (آخر وقتها للفقير وضده والولادة والموت، فلو كان غنيا في أول الأيام فقيرا في آخرها لا تجب عليه،
الدرالمختار: ۶/۳۱۹، کتاب الاضحیة
کابل ټکی کام دارالافتاء