ذبحه،قرباني،عقيقه

که یو څوک ډېر مالداره وي څو قربانیانې به کوي؟

د فتوې شمېره(۴۸۰)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترمه زما پوښتنه دا ده چې، زه د خپلو ترونو سره شریک ژوند کوم، زه د ترونو سره هم په قربانۍ کې یوه برخه نسیم، خو ماته خپلو ښځې دوه تولې سره زر رابخښلي دي چې تقریبا دوه لکه روپۍ جوړیږي، نو اوس به زه د دغې نصاب له وجې بله قرباني هم کوم؟ او که هماغه یوه قرباني کفایت کوي؟

پوښتونکی: محمد نسیم ځلاند قندهار


الجواب وبالله التوفیق:

د نصاب په مالک باندې یوازې یوه قرباني واجب ده، که هرڅومره مالداره وي، یا د ډېرو نصابونو مالک وي، یوازې قرباني پرې واجبیږي، هغه که ځانته وړوکی مال قرباني کوي او که په غټ څاروي کې برخه نیسي.

لهذا ستاسو لپاره یوه قرباني کول بسنه کوي، بله قرباني درباندې واجب نه ده.


الدلیل علی ذلک:

(فتجب) التضحية: (على حر مسلم مقيم) (شاة) بالرفع بدل من ضمير تجب أو فاعله (أو سبع بدنة) هي الإبل والبقر؛

الدرالمختار:6/۳۱۳، کتاب الاضحیة

کابل ټکی کام دارالافتاء

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close