ذبحه،قرباني،عقيقه

که چا پخپله د اختر لمونځ نه وي کړی، قرباني کولی شي او کنه؟

د فتوې شمېره(۴۸۱)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاتهٔ!

که په ټول ښار کې په څو جوماتونو کې د اختر لمونځ شوی وي، خو د یو نفر څخه په څه وجه لمونځ پاتې شي، یا په دې کلي کې لمونځ نه وي شوی؛ نو اوس دغه سړی قرباني کولی شي او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

د قربانۍ لپاره د قرباني کونکي لمونځ کول شرط نه دی، بلکې که په ټول ښار یا عیدګاه کې لمونځ ادا شي، نور خلک قرباني کولی شي.

لهذا که چا پخپله لمونځ نه وي کړی، خو د کلي په جومات یا د ښار په بل جومات کې د اختر لمونځ شوی وي، قرباني کولی شي.


الدلیل علی ذلک:

إذا استحلف الإمام من يصلي بالضعفة في المسجد الجامع وخرج بنفسه إلى الجبانة مع الأقوياء فضحى رجل بعد ما انصرف أهل المسجد قبل أن يصلي أهل الجبانة، القياس أن لا تجوز وفي الاستحسان تجوز إن ضحى بعد ما فرغ أهل الجبانة قبل أهل المسجد…

وفي الأضاحي للزعفراني إذا ضحى رجل من الناحية التي صلى فيها أو من الناحية الأخرى جاز كذا في المحيط. الهندية:۵/۲۹۶ـ۲۹۵، الباب الرابع

وکذا في المحیط البرهاني:۲۱/۱۱، فصل اول وقت الاضحیة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close