ذبحه،قرباني،عقيقه

په ګډ کور کې په څو کسانو قرباني واجب ده؟

د فتوې شمېره(۴۸۱)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب ! موږ درې وروڼه ګډ ژوند کوو، یو ورور مو په عربو کې مسافر دی، مخکې مو پلار مسافر وو خو اوس مو پلار په کور دی او د هغه کار او بار مو مشر ورور سر ته رسوي، او موږ پاتي دوه وروڼه په کور یو، د میاشتې دوه زره تنخا لرو، خاص کاروبار نه لرو نو آیا د پلار په شتون کې قرباني په موږ هم لازمه ده او که نه؟ او که یواځې په پلار او مشر زوی لازمه ده؟

پوښتونکی: اخترمحمد


الجواب وبالله التوفیق:

که زامن د پلار سره په ګډ کور کې  ژوند کوي، د ټولو مصارف شریک وي او  زامن چې څومره روپۍ ګټي، ټولې پلار ته تملیکا ورکوي(یعنې پلار ته یې په دې نیت ورکوي، چې دا ستا شي او هر څه چې په کوې ستا اختیار دی) او  په دې صورت کې د پلار سره دومره روپۍ جمع شوې وي چې نصاب ته رسیږي. او د زامنو سره هم خپلې شخصي روپۍ د نصاب په اندازه نه وي، نو  بیا قرباني یوازې په پلار واجب ده، په زامنو باندې قرباني واجب نه ده.

او که زامن پلار ته خپلې ګټلې روپۍ  تملیکا نه ورکوي، بلکې خالي  یې ورسره جمع کوي، یا یې تملیکا ورکوي، خو د زامنو سره هم د نصاب په اندازه شخصي روپۍ  وي، نو په دې صورت کې په هر هغه زوی هم قرباني واجب ده چې، د نصاب په اندازه ورسره شخصي روپۍ  وي.

او که په دې صورت کې د پلار سره هم جمع شوې روپۍ  نصاب ته رسیږي، بیا په پلار باندې هم ځانته قرباني واجب ده.

البته په نابالغو باندې قرباني واجب نه ده.


الدلیل علی ذلک:

كماقال في الشامي:

  (وما حصله أحدهما فله وما حصلاه معا فلهما) نصفين إن لم يعلم ما لكل (وما حصله أحدهما بإعانة صاحبه فله ولصاحبه أجر مثله بالغا ما بلغ عند محمد. وعند أبي يوسف لا يجاوز به نصف ثمن ذلك)

(قوله: وما حصله أحدهما) أي بدون عمل من الآخر….

مطلب: اجتمعا في دار واحدة واكتسبا ولا يعلم التفاوت فهو بينهما بالسوية [تنبيه] يؤخذ من هذا ما أفتى به في الخيرية في زوج امرأة وابنها اجتمعا في دار واحدة وأخذ كل منهما يكتسب على حدة ويجمعان كسبهما ولا يعلم التفاوت ولا التساوي ولا التمييز.

فأجاب بأنه بينهما سوية،…

وفي الخانية: زوج بنيه الخمسة في داره وكلهم في عياله واختلفوا في المتاع فهو للأب وللبنين الثياب التي عليهم لا غير،

شامي:4/۳۲۵، فصل فی الشرکة الفاسدة

 (الْأَصْلُ) فِي وُجُوبِ صَدَقَةِ الْفِطْرِ حَدِيثُ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – «فَرَضَ صَدَقَةَ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ حُرٍّ وَعَبْدٍ ذَكَرًا أَوْ أُنْثَى صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا صَاعًا مِنْ تَمْرٍ وَصَاعًا مِنْ شَعِيرٍ»

المبسوط السرخسي:۳/۱۰۱، باب صدقة الفطر

وشرائطها: الإسلام والإقامة واليسار الذي يتعلق به) وجوب (صدقة الفطر) كما مر (لا الذكورة فتجب على الأنثى)

(قوله واليسار إلخ) بأن ملك مائتي درهم أو عرضا يساويها غير مسكنه وثياب اللبس أو متاع يحتاجه إلى أن يذبح الأضحية ولو له عقار يستغله فقيل تلزم لو قيمته نصابا، وقيل لو يدخل منه قوت سنة تلزم، وقيل قوت شهر، فمتى فضل نصاب تلزمه.

الدرالمختارمع ردالمحتار:ټوک:۶/۳۱۲، كتاب الاضحية.

(ويضحي عن ولده الصغير من ماله) صححه في الهداية (وقيل لا) صححه في الكافي. قال: وليس للأب أن يفعله من مال طفله، ورجحه ابن الشحنة.

الدرالمختار: ۶/۳۱۶، کتاب الاضحیة

كابل ټکی کام دارالافتاء

۶ ذوالحجة ۱۴۴۱ هق

۲۷/۷/۲۰۲۰ م



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close