ذبحه،قرباني،عقيقه

که د قرنطین له امله داختر لمونځ ونه شي، دقربانۍ سره به څه کوو؟

د فتوې شمېره(۴۸۲)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

محترم مفي صیب زما پوښتنه دا ده چې، دلته کرونا زیاته ده، ډېر خطر دی، چې حکومت په اختر کې سیمه قرنطین کړي، چاته د بهر وتلو اجازه ورنه کړي، په دې صورت کې که د اختر لمونځ ونه شي، نو مونږ پخپلو کورونو کې د لمانځه پرته قربانیانې کولی شو او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

که په کوم ښار کې د قرنطین له امله د اختر د لمانځه اجازه ور نه کړي، نو پخپلو کورونو کې د سهار ختلو(طلوع فجر) نه وروسته قربانیانې کولی شي.


الدلیل علی ذلک:

وفي الواقعات لو أن بلدة وقعت فيها فترة ولم يبق فيها وال ليصلي بهم صلاة العيد فضحوا بعد طلوع الفجر جاز وهو المختار؛ لأن البلدة صارت في حق هذا الحكم كالسواد، كذا في الفتاوى الكبرى وعليه الفتوى، كذا في السراجية.

الفتاوی الهندیة:۵/۲۹۵، الباب الثالث في وقت الاضحية



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close