طهارت او لمونځ

په تشهد کې ګوته پورته کول څه حکم لري؟ او کله پورته کیږي؟

د فتوې شمېره(۴۸۷)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب که په تشهد کې د ګوتې پورته کولو په اړه معلومات راکړئ! چې پورته کول یې سنت، واجب، مستحب او که مکروه دي؟ ځکه چې ځینې خلک یې بد ګڼي!


الجواب وبالله التوفیق:

په تشهد کې د شهادت ګوتې پورته کول سنت دي او په احادیثو سره ثابته دي.

طریقه یې دا ده: کله چې لمونځ کونکی په ناسته کې اشهد ان لا ته ورسېږي، د شهادت ګوته دې پورته کړي او په الا الله ویلو سره دې بېرته ښکته کړي، نورې څلور واړه ګوتې دې د حلقې په شکل کې د لمانځه تر پایه پورې پرېږدي.


الدلیل علی ذلک:

و” تسن “الإشارة في الصحيح” لأنه صلى الله عليه وسلم رفع أصبعه السبابة وقد أحناها شيئا ومن قال إنه لا يشير أصلا فهو خلاف الرواية والدراية وتكون “بالمسبحة” أي السبابة من اليمنى فقط يشير بها “عند” انتهائه إلى “الشهادة” في التشهد لقول أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلا كان يدعوبأصبعيه فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم: “أحد أحد” “يرفعها” أي المسبحة “عند النفي” أي نفي الألوهية عما سوى الله تعالى بقوله لا إله “ويضعها عند الإثبات” أي إثبات الألوهية لله وحده بقوله إلا الله ليكون الرفع إشارة إلى النفي.

مراقي الفلاح شرح نورالايضاح:1/101, فصل في سننها.

كما قال به الشافعي وأحمد وفي المحيط أنها سنة، يرفعها عند النفي، ويضعها عند الإثبات، وهو قول أبي حنيفة ومحمد، وكثرت به الآثار والأخبار فالعمل به أولى. اهـ. فهو صريح في أن المفتى به هو الإشارة بالمسبحة مع عقد الأصابع على الكيفية المذكورة لا مع بسطها فإنه لا إشارة مع البسط عندنا، ولذا قال في منية المصلي: فإن أشار يعقد الخنصر والبنصر ويحلق الوسطى بالإبهام ويقيم السبابة.

ردالمحتار:1\509, كتاب الصلاة, مطلب: صفة الصلاة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close