متفرق مسا‌‌ئل

ایا په واټساپ او مسنجر کې د لیکلي سلام ځواب ورکول هم واجب دی؟

د فتوې شمېره(۴۹۱)

پوښتنه:

که څوک په مسنجر یا واټساپ کې په لیکلي بڼه سلام راولېږي، نو ځواب یې داسې واجب دی، لکه په خوله چې د سلام ورکول واجب دي؟

دویمه دا چې سمدستي ځواب ورکول واجب دی او که د ځواب ورکولو په وخت کې د سلام ورکول ضروري دي؟

دریمه پوښتنه: په لیکلي بڼه ځواب ورکول واجب دی او که په خوله هم کفایت کوي؟


الجواب وبالله التوفیق:

په خط کې د لیکل شوي سلام ځواب ورکول واجب دی، د ځواب ورکونکي خوښه ده که په خوله ځواب ورکوي او که په لیکلې بڼه یې ځواب ورکوي.

که سمدستي یې خط ته د ځواب ورکولو اراده وي، بیا دې په لیکلې بڼه ځواب ورکړي او که سمدستي یې خط ته د ځواب ورکولو اراده نه وي، بیا دې د سلام ځواب سمدستي په خوله ورکړي، هسې نه چې د خط د ځواب سره د سلام ځواب هم پاتې شي او  د ځواب نه ورکولو له امله به ګناه ګار شي.

او که خط ته د ځواب ورکولو اراده نه لري، بیا سمدستي په خوله باندې د سلام ځواب ورکول واجب دي.


الدلیل علی ذلک:

ويجب رد جواب كتاب التحية كرد السلام.

(قوله ويجب رد جواب كتاب التحية) لأن الكتاب من الغائب بمنزلة الخطاب من الحاضر مجتبى والناس عنه غافلون ط. أقول: المتبادر من هذا أن المراد رد سلام الكتاب لا رد الكتاب. لكن في الجامع الصغير للسيوطي رد جواب الكتاب حق كرد السلام قال شارحه المناوي: أي إذا كتب لك رجل بالسلام في كتاب ووصل إليك وجب عليك الرد باللفظ أو بالمراسلة وبه صرح جمع شافعية؛ وهو مذهب ابن عباس وقال النووي: ولو أتاه شخص بسلام من شخص أي في ورقة وجب الرد فورا؛ ويستحب أن يرد على المبلغ كما أخرجه النسائي،

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:6, مخ:415

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close