متفرق مسا‌‌ئل

د ریاکارۍ څخه د ځان ساتلو په خاطر درواغ ویل څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۴۹۲)

پوښتنه:

محترمه! که چیرې یوڅوک مسجد یا مدرسې ته خپله شخصي مځکه وقف کړي اوخلګوته درواغ وایي چې دامځکه زماڅخه یوچارانیولې ده په دې نیت چې ریاکاري رانه شي ګناه لري که یا؟ مننه.

پوښتنه: خان ګل افریدي


الجواب وبالله التوفیق:

د درې ځایونو پرته په نورو ځایونو کې درواغ ویل جواز نه لري:

لومړی: د خپلې ښځې خوشالولو په خاطر درواغ ویل.

دویم: د کافرانو سره د جنګ په وخت کې.

دریم: د دوو مخالفینو په مېنځ کې د صلحې لپاره.

لهذا د ریا کارۍ څخه د ځان ساتلو په خاطر درواغ ویل جایز نه دي.

ریا کاري( ځان ښودنه) د زړه سره اړه لري، که د ده په زړه کې ځان ښودنه نه وي، پخپله په هر مجلس کې یې یادونه نه کوي بلکې بل څوک ترې پوښتنه وکړي، نو په ځواب کې ورته ویلی شي، چې الله ج توفیق راکړ او دغه زمکه مې جومات ته وقف کړه، ان شاء الله ریا کاري کې به نه راځي.

البته که چا ترې پوښتنه کوله، او دی نه غواړي چې ځان ښودنه وکړي، بیا دې ورته وایي چې: یو نفر ته الله ج توفیق ورکړ او دغه زمکه یې جومات ته وقف کړه، په ذهن کې دې خپل ځان راولي.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ يَحِلُّ الكَذِبُ إِلاَّ فِي ثَلاَثٍ: يُحَدِّثُ الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ لِيُرْضِيَهَا، وَالكَذِبُ فِي الحَرْبِ، وَالكَذِبُ لِيُصْلِحَ بَيْنَ النَّاسِ وَقَالَ مَحْمُودٌ فِي حَدِيثِهِ: لاَ يَصْلُحُ الكَذِبُ إِلاَّ فِي ثَلاَثٍ

سنن الترمذي: باب ماجاء في اصلاح ذات البین

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close