قسم او نذرمنل

که قسم وکړي، چې د پلانکي سره به خبرې نه کوم، بیا پیغام ورولېږي، ایا حانث کیږي؟

د فتوې شمېره(۴۹۳)

پوښتنه:

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ !

محترم مفتي صاحب که یو شخص خپل ملګري ته قسم وکړي چې دا کار دې ونه کړ زه درسره خبرې نه کوم ، بیا هغه ملګری زنګونه کوي، دی ورته لیکلی پیغام ولیږي چې، زه تاسره خبرې نه کوم ماقسم کړی .ایا دی حانث شو که نه؟

ستاسې دجواب په هیله

پوښتونکی: عبیدالله


خط، پیغام یا مسېج(رساله) لېږل د خبرو په حکم کې نه راځي.

لهذا که څوک قسم وخوري چې زه به د پلانکي سره خبرې نه کوم او بیا ورته خط، مسېج یا پیغام ولېږي، په دې سره نه حانث کیږي.

البته د مسلمان سره خبرې قطع کول ناروا کار دی.


الدلیل علی ذلک:

(أو) حلف لا يكلمه (إلا بإذنه فأذن له ولم يعلم) بالإذن فكلمه (حنث)

(الكلام) والتحديث (لا يكون إلا باللسان) فلا يحنث بإشارة وكتابة كما في النتف.

(قوله فلا يحنث بإشارة وكتابة) وكذا بإرسال رسول، لأنه لا يسمى كلاما عرفا

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:3, مخ: 792, فروع لايأكل لحما…

وَفِي الْمُحِيطِ لَوْ سَبَّحَ الْحَالِفُ لِلْمَحْلُوفِ وَلَوْ كَتَبَ إلَيْهِ كِتَابًا أَوْ أَرْسَلَ إلَيْهِ رَسُولًا لَا يَحْنَثُ؛ لِأَنَّهُ لَا يُسَمَّى كَلَامًا عُرْفًا.

البحرالرايق, ټوک:۴، مخ:۳۶۱، باب اليمين في الأكل والشرب

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close