ميراث او وصيت

که په مړي باندې قرض پاتې وي، ادا کول یې په زامنو لازمي دي او کنه؟

د فتوې شمېره(۴۹۸)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! مفتي صیب محترمه زما یوه پوښتنه دا ده چې، که یو څوک وفات شي او په ده باندې قرضونه وي، دغه قرضونه ادا کول په بچیو باندې لازم دي او کنه؟

حال دا چې د مړي څخه ترکه یعنې مال هم نه دی پاتې؟

دویمه پوښتنه دا ده: که په دې وارثانو  کې یې یو زوی د خپل پلار قرض خلاص کړي، نو دغه پیسې له نورو  وروڼو څخه غوښتلی شي او کنه؟

پوښتونکی: قاري عبدالمتین


الجواب وبالله التوفیق:

که څوک په داسې حال کې وفات شي چې، د خلکو پرې قرضونه وي، نو لومړی به د ده له ترکې(پاتې شوي مال) څخه قرضونه ادا کیږي، بیا به پاتې میراث د وارثانو ترمنځ په شرعي طریقې سره تقسیمږي.

او که د مړي څخه مال، زمکه یا بل شی نه وي پاتې بیا یې په وارثانو باندې د قرض ادا کول لازمي نه دي.

البته که وارثان یې احسانا وغواړي چې په اخرت کې د خپل غاړه خلاصه شي او له مواخذې څخه بچ شي، نو ټول وارثان یې په شریکه یا یو وارث یې ځانته دغه قرض خلاصولی شي، پلار به یې له عذاب څخه بچ شي او الله جل جلاله به قرض ادا کونکي ته اجر ورکړي.

او که د مړي څخه مال نه وي پاتې او یو زوی یې قرض خلاص کړي، دغه د ده لخوا د خپل پلار سره ښیګړه شمېرل کیږي، دی یې له نورو وروڼو څخه نه شي غوښتلی.

البته نور وروڼه باید د خواخوږۍ له مخې له دغه ورور سره په ادا کړې پیسو کې مرسته وکړي، ترڅو ټول وروڼه د خپل پلار قرض په ادا کولو او ثواب ګټولو کې شریکان شي.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نَفْسُ الْمُؤْمِنِ مُعَلَّقَةٌ بِدَيْنِهِ حَتَّى يُقْضَى عَنْهُ.

سنن الترمذي: بَابُ مَا جَاءَ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: نَفْسُ الْمُؤْمِنِ مُعَلَّقَةٌ بِدَيْنِهِ حَتَّى يُقْضَى عَنْهُ, رقم الحديث:1078,

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: أُتِيَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِجِنَازَةٍ لِيُصَلِّيَ عَلَيْهَا، فَتَقَدَّمَ لِيُصَلِّيَ، فَالْتَفَتَ إِلَيْنَا فَقَالَ: ” هَلْ عَلَى صَاحِبِكُمْ دَيْنٌ؟ “ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ” هَلْ تَرَكَ لَهُ مِنْ وَفَاءٍ؟ ” قَالُوا: لَا، قَالَ: ” صَلُّوا عَلَى صَاحِبِكُمْ “. قَالَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: عَلَيَّ دَيْنُهُ يَا رَسُولَ اللهِ، فَتَقَدَّمَ فَصَلَّى عَلَيْهِ وَقَالَ: ” جَزَاكَ اللهُ يَا عَلِيُّ خَيْرًا كَمَا فَكَكْتَ رِهَانَ أَخِيكَ , مَا مِنْ مُسْلِمٍ فَكَّ رِهَانَ أَخِيهِ إِلَّا فَكَّ اللهُ رِهَانَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ “

السنن الكبری للبیهقي:6/۱۲۱، باب وجوب الحق بالضمان

(ثم) تقدم (ديونه التي لها مطالب من جهة العباد) ثم) تقدم (وصيته) (من ثلث ما بقي) بعد تجهيزه وديونه وإنما قدمت في الآية اهتماما لكونها مظنة التفريط (ثم) رابعا بل خامسا (يقسم الباقي) بعد ذلك (بين ورثته)

الدرالمختار: ټوک:۶، مخ:۷۶۰، کتاب الفرایض.

وَالْمُرَادُ بِالدَّيْنِ دَيْنٌ لَهُ مُطَالِبٌ مِنْ جِهَةِ الْعِبَادِ لَا دَيْنُ الزَّكَاةِ وَالْكَفَّارَاتِ وَنَحْوِهَا لِأَنَّ هَذِهِ الدُّيُونَ تَسْقُطُ بِالْمَوْتِ فَلَا يَلْزَمُ الْوَرَثَةَ أَدَاؤُهَا إلَّا إذَا أَوْصَى بِهَا أَوْ تَبَرَّعُوا بِهَا هُمْ مِنْ عِنْدِهِمْ لِأَنَّ الرُّكْنَ فِي الْعِبَادَاتِ نِيَّةُ الْمُكَلَّفِ وَفِعْلُهُ، وَقَدْ فَاتَ بِمَوْتِهِ فَلَا يُتَصَوَّرُ بَقَاءُ الْوَاجِبِ يُحَقِّقُهُ أَنَّ الدُّنْيَا دَارُ التَّكْلِيفِ، وَالْآخِرَةَ دَارُ الْجَزَاءِ، وَالْعِبَادَةُ اخْتِيَارِيَّةٌ،

تبيين الحقايق:ټوک:۶، مخ:۳۳۰، احوال الاب في المیراث

والله تعالي اعلم بالصواب

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close