
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
که څوک پر طلاق ورکولو مجبور شي، طلاق یې واقع کیږي او کنه؟
د فتوې شمېره(۴۹۹)
پوښتنه:
زما پوښتنه داده چه که یو څوک مجبور کړل شی او ورته وویل شی چه خپلی ښځی ته طلاق ورکړه کنه وژل کیږی نو آیا طلاق واقع کیږی
پوښتونکی: عمر فاروق
الجواب وبالله التوفیق:
په شریعت کې په صریح الفاظو سره جبراً هم طلاق واقع کیږي.
لهذا که څوک د بل چا لخوا په طلاق ورکولو مجبور شي او دی طلاق ورکړي، طلاق یې واقع کیږي، که څه هم د ده خوښه نه وي.
الدلیل علی ذلک:
وَقَالُوا: طَلَاقُ الْمُكْرَهِ، وَاقِعٌ سَوَاءٌ كَانَ الْمُكْرِهُ سُلْطَانًا، أَوْ غَيْرَهُ أَكْرَهَهُ بِوَعِيدٍ مُتْلِفٍ، أَوْ غَيْرِ مُتْلِفٍ، …. وَعَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ – رَحِمَهُ اللَّهُ – أَنَّهُ أَجَازَ طَلَاقَ الْمُكْرَهِ، وَعَنْ سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيِّبِ – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – أَنَّهُ ذُكِرَ لَهُ أَنَّ رَجُلًا ضَرَبَ غُلَامَهُ حَتَّى طَلَّقَ امْرَأَتَهُ، فَقَالَ: بِئْسَ مَا صَنَعَ، وَإِنَّمَا فَهِمُوا مِنْهُ بِهَذَا الْفَتْوَى بِوُقُوعِ الطَّلَاقِ
المبسوط للسرخسي، ټوک: ۱۴ ، مخ: ۴۰ ، کتاب الاکراه
وأما كون الزوج طائعا فليس بشرط عند أصحابنا وعند الشافعي شرط حتى يقع طلاق المكره عندنا وعنده لا يقع
بدائع الصنائع، ټوک: ۳ ، مخ: ۱۰۰ ، فصل فی شرائط رکن الطلاق
(ويقع طلاق كل زوج بالغ عاقل) … (ولو عبدا أو مكرها)
رد المحتار علی درالمختار، ټوک: ۳ ، مخ: ۲۳۵ ، رکن الطلاق
والله تعالی اعلم بالصواب
کابل ټکی کام دارالافتاء