
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
که څوک خپلې مېرمنې سره د یوځای کېدو نه مخکې طلاق ورکړي، څومره مهر به ورکوي؟ (ژباړه)
د فتوې شمېره(۵۰۰)
پوښتنه:
ما د یوې ښځې سره نکاح وکړه، په مهر کې مو یو کور وټاکه.
خو ما د یوځای کیدو نه مخکې طلاق ورکړ، اوس هغه کور غواړي، د شریعت له نظره کور د چا حق کیږي؟
پوښتونکی: محمد حمزه
الجواب وبالله التوفیق:
که په پوښتل شوي صورت کې کوروالی یا په ځانته ځای کې ورسره یوځای والی نه وي شوی او طلاق ورکړل شوی وي، نو دغه مېرمن د نیم مهر مسحقه ګرځیږي.
لهذا د شریعت له نظره په مهر کې ټاکلی شوی کور نیم د هغې حق کیږي.
الدلیل علی ذلک:
وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ} [البقرة: 236-237]
والزيادة إنما تتأكد بأحد معان ثلاثة: إما بالدخول، وإما بالخلوة الصحيحة، وإما بموت أحد الزوجين فإن وقعت الفرقة بينهما من غير هذه المعاني الثلاثة بطلت الزيادة وتنصف الأصل ولا تتنصف الزيادة
الفتاوي الهندية: ټوک:۱، مخ:۳۱۳، الباب السابع في الزيادة في المهر
والله تعالي بالصواب
يادونه: پورتنۍ پوښتنه او ځواب یې په اردو کې شوې دي، تاسو سره مو د هغې فتوی ژباړه شریکه کړه!
كابل ټکی کام دارالافتاء